ای مؤمنانو! د الله پاک هغه لورینه در یاده کړئ چې کله یو قوم هڅه وکړه چې لاسونه در اوږده کړي الله پاک یې لاسونه له تاسې لنډ کړل. له الله نه وډار شئ او باید چې مؤمنان یوازې په یو الله توکل وکړي.
الله پاک له بنې اسرائیلو څخه وعده اخیستې وه او مونږ په هغوی کې دولس مشران ټاکلي وو او الله ورته ویلي وو چې زه په باوري توګه له تاسې سره یم. او قسم دی که تاسې لمونځونه ودرول، زکاتونه مو ورکړل، زما په رسولانو مو ایمان راوړ او د هغوی ملاتړ مو وکړ او الله ته مو د زړه له اخلاصه قرض ورکړ نو زه به خامخا او هرو مرو ستاسې ګناهونه ورژوم او هغو جنتونو ته به مو داخل کړم چې لاندې به ترې ویالې بهیږي، که هر څوک له دې وروسته هم کافر شو نو پخه خبره ده چې روغه لار یې ورکه کړه.