له همدی کبله مونږ پر بني اسرائیلو لیکلي وو چې هر څوک یو نفس پرته له بدل او یا فساد څخه ووژني لکه ټول خلک یې چې وژلي وي او هر څوک چې یو نفس ژوندی کړي لکه چې ټول خلک یې ژوندي کړي وي، هغوی ته زمونږ رسولانو ښکاره احکام راوړي وو، خو بیا هم د هغوی ډیر خلک له دې وروسته په ځمکه کې له اندازې او پولو څخه واوښتل.
خبره همدا ده: د هغو کسانو چې له الله او رسول سره یې جنګ کوي او په ځمکه کې د فساد او ګډوډۍ لپاره هلې ځلې کوي جزاء همدا ده چې وژلی به شي یا به په دار ځړول کیږي، یا به یې لاس او پښه ادل بدل پرې کیږي، او یا به له ځمکې څخه شړل کیږي، دا یې د دنیا رسوايې ده او په اخرت کې د دوی لپاره ډیر لوی عذاب دی.