ای مؤمنانو! یهودیان او عیسویان، خپل دوستان مه نیسئ، دوی یو د بل دوستان دی او ستاسې هر څوک چې هغوی خپل دوستان وګڼي نو پخه خبره ده چې دی هم د هغوی له ډلې نه دی بې شکه الله تیري کوونکو ته لار نه ښايې.
نو ته به په زړه ناروغ خلک وګورې چې د هغوی په مینځ کې به ځغلي را ځغلي او وايي به چې له مونږ سره ډار دی( هسې نه) چې د زمانې له کومې غمجنې پيښې سره مخ شو لرې نه ده چې الله پاک کومه پریکنده کامیابي راولي او یا له خپلې لورې کومه بله خبره څرګنده کړي بیا به هغوی په خپلو پټو وران کاریو پښیمانه وي.
ای مؤمنانو! له تاسې نه چې هر څوک له خپل دین نه واوړي الله پاک به ډیرژر بل داسې قوم مینځ ته راولي چې د الله خوښ او د هغوی به الله خوښ وي د مؤمنانو په وړاندې به متواضع او مهربان او پر کافرانو به تیز او سخت وي، د الله په لار کې به جهاد کوي او د هیڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه به نه ډاریږي دا د الله مهرباني ده چا ته یې چې خوښه شي ور په برخه کوي یې الله پاک د پراخۍ څښتن او په هر څه پوه دی.
ای مؤمنانو! هغه اهل کتاب چې له تاسې وړاندې کتاب ورکړاې شوی او ستاسې دین یې ټوکه او لوبه ګڼلې او هم نور کافران دوستان مه نیسئ له الله نه وډارشئ که مؤمنان یاست.