ای د کتاب خاوندانو! تاسې ته زما رسول راغی، هغه تاسې ته د کتاب ډیر هغه څه چې تاسې یې پټوئ ښکاره کوي، او له ډیرو څخه در تیریږي. په تحقیق سره تاسې ته د الله له لورې رڼا او بیانوونکی کتاب راغلی دی.
الله پاک په رسول او هغه کتاب سره هغه چا ته چې د الله خوښه لټوي د خلاصون لارې ښايې په خپل حکم یې د کفر له تیارو څخه د اسلام رڼا ته وباسي او د نیغې او سمې لارې ښوونه ورته کوي.