ای د کتاب خاوندانو! د رسولانو د راتګ له اوږدی وقفې وروسته تاسې ته زمونږ استازی( محمد صلی الله علیه وسلم) د پیغام له بیانولو سره راغی هسې نه چې تاسې ووایې مونږ ته کوم زیری ورکوونکی او ډاروونکی نه وو راغلی. دا دی تاسې ته زیری ورکوونکی او ډاروونکی راغی. الله پاک په هر څه بر لاسی او پیاوړی دی.
او هغه وخت یاد کړه چې موسې خپل قوم ته وویل: ای زما قامه! د الله هغه لورینه در یاده کړئ چې پیغمبران یې له تاسې لیږلي، واک یې درکړی او هغه نعمتونه یې در کړي دي چې تر اوسه یې لا هیچا ته نه دي ورکړي.
له ډاریدونکي قوم څخه دوه هغو کسانو چې الله پرې لورینه کړی وه وویل: تاسې پرې د دروازې له لورې ورننوځئ او چې پر دروازه ورننه وتئ نو تاسې برلاسي يې[۴] او په الله توکل وکړئ که تاسې مؤمنان یاست.
[۴] مونږ به له داخل څخه درسره کومک وکړو او د تیښتي لارې به یې تاسې نیولي وي نو تاسې به بریمن شئ( څه برخه له فتح القدیر او ابن جریر الطبری)