Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - 普什图语翻译:苏尔菲拉兹

Số trang:close

external-link copy
10 : 5

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟

او هغه کسان چې کافران شوي او زمونږ ایتونه یې درواغ ګڼلي دي د اور څښتنان دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ هَمَّ قَوْمٌ اَنْ یَّبْسُطُوْۤا اِلَیْكُمْ اَیْدِیَهُمْ فَكَفَّ اَیْدِیَهُمْ عَنْكُمْ ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟۠

ای مؤمنانو! د الله پاک هغه لورینه در یاده کړئ چې کله یو قوم هڅه وکړه چې لاسونه در اوږده کړي الله پاک یې لاسونه له تاسې لنډ کړل. له الله نه وډار شئ او باید چې مؤمنان یوازې په یو الله توکل وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 5

وَلَقَدْ اَخَذَ اللّٰهُ مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۚ— وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَیْ عَشَرَ نَقِیْبًا ؕ— وَقَالَ اللّٰهُ اِنِّیْ مَعَكُمْ ؕ— لَىِٕنْ اَقَمْتُمُ الصَّلٰوةَ وَاٰتَیْتُمُ الزَّكٰوةَ وَاٰمَنْتُمْ بِرُسُلِیْ وَعَزَّرْتُمُوْهُمْ وَاَقْرَضْتُمُ اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّاُكَفِّرَنَّ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَلَاُدْخِلَنَّكُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ۚ— فَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذٰلِكَ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟

الله پاک له بنې اسرائیلو څخه وعده اخیستې وه او مونږ په هغوی کې دولس مشران ټاکلي وو او الله ورته ویلي وو چې زه په باوري توګه له تاسې سره یم. او قسم دی که تاسې لمونځونه ودرول، زکاتونه مو ورکړل، زما په رسولانو مو ایمان راوړ او د هغوی ملاتړ مو وکړ او الله ته مو د زړه له اخلاصه قرض ورکړ نو زه به خامخا او هرو مرو ستاسې ګناهونه ورژوم او هغو جنتونو ته به مو داخل کړم چې لاندې به ترې ویالې بهیږي، که هر څوک له دې وروسته هم کافر شو نو پخه خبره ده چې روغه لار یې ورکه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 5

فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِّیْثَاقَهُمْ لَعَنّٰهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوْبَهُمْ قٰسِیَةً ۚ— یُحَرِّفُوْنَ الْكَلِمَ عَنْ مَّوَاضِعِهٖ ۙ— وَنَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ ۚ— وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلٰی خَآىِٕنَةٍ مِّنْهُمْ اِلَّا قَلِیْلًا مِّنْهُمْ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

د هغوی د وعده خلافۍ له کبله مونږ په لعنت کړل او د هغوی زړونه مو سخت وګرځول. هغوی خبری له خپلې معنا څخه اړوي. او هغه څه یې هیر کړل چې هغوی ته پری پند ورکړاې شوی وو. او ته په پرله پسې توګه د هغوی له یوی نا دودې څخه خبریږی، د هغوی ډیر لږ خلک له دی بدیو نه لری دي. خو بیا هم ورته عفوه وکړه او مخ تری واړه وه بې شکه چې الله پاک احسان کوونکي خوښوي. info
التفاسير: