همدارنګه دوه له اوښانو او دوه له غويانو، ووايه: آيا د دې دواړو نارينه يې حرام كړي كه ښځينه؟ يا هغه چې د دې دواړو ښځينه وو په ګېډو كې وي؟ او كه تاسو حاضر یاست چې الله د دې حكم دركولو؟ نو تر هغه چا به لوى ظالم بل څوك وي چې په الله پورې څه دروغ تړي ترڅو پرته له علمه خلك بې لارې كړي او الله خو ظالمانو خلكو ته سمه لار نه ښايي.
او په يهودي شوو مو هر نوكانو والا ځناور حرام كړ او له غويانو او ګډو مو د هغوى وازده پرى حرامه كړې وه، پرته له هغې چې پر شا ګانو به يې وه، يا په كولمو نښتې او يا هغه چې هډوكو سره به ګډه وه، دا مو د هغوى په ناړامۍ سزا وركړه او بې شكه موږ رښتيني يو.