ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

رقم الصفحة:close

external-link copy
9 : 6

وَلَوْ جَعَلْنٰهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنٰهُ رَجُلًا وَّلَلَبَسْنَا عَلَیْهِمْ مَّا یَلْبِسُوْنَ ۟

او كه هغه مو ملايك ګرځولى وى نو حتماً به مو د سړي په بڼه ګرځولو او هماغسې به مو په شك كې اچولي وو چې دوى اوس پكى اخته دي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 6

وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

او يقيناً له تا ړومبى هم په (ډېرو) رسولانو پورې ملنډې وهل شوې دي خو بيا پرهغو خلكو چې ملنډې يې وهلې هماغه د ملنډو سزا نازله شوه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 6

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ ثُمَّ اَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

ورته وايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 6

قُلْ لِّمَنْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلْ لِّلّٰهِ ؕ— كَتَبَ عَلٰی نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ؕ— لَیَجْمَعَنَّكُمْ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ لَا رَیْبَ فِیْهِ ؕ— اَلَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

ورته وايه: په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي هغه د چا دي؟ ورته وايه: د الله دي. هغه پر خپل ځان رحمت لازم كړى، حتماً به مو د قيامت ورځې ته راغونډ كړي چې څه شك پكې نشته خو چا چې خپل ځانونه په تباهۍ كې اچولي هغوى يې نه مني. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 6

وَلَهٗ مَا سَكَنَ فِی الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او څه چې په شپه او په ورځ كې اوسي هغه ټول د الله دي او هماغه ښه پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 6

قُلْ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَتَّخِذُ وَلِیًّا فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَهُوَ یُطْعِمُ وَلَا یُطْعَمُ ؕ— قُلْ اِنِّیْۤ اُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ اَوَّلَ مَنْ اَسْلَمَ وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

ورته وايه: آيا له الله پرته ځان ته بل پالونكى ونيسم، هغه (الله) چې د اسمانو او ځمكې پيدا كوونكى دى او هغه چې (خلكو ته) خواړه وركوي او ده ته نه وركول كيږي، ورته وايه: ماته خو امر شوى چې تر هر چا ړومبى ورته تسليم شم او چې هيڅكله له مشركانو مه كېږه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 6

قُلْ اِنِّیْۤ اَخَافُ اِنْ عَصَیْتُ رَبِّیْ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

ووايه: كه زه د خپل رب نه سرغړونه وكړم نو يقيناً د هماغې لويې ورځې له عذابه وېريږم. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 6

مَنْ یُّصْرَفْ عَنْهُ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِیْنُ ۟

په هغه ورځ چې څوك له عذابه وژغورل شو نو پر هغه الله ډېر لوى رحم وكړ او همدا څرګند برياليتوب دى. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 6

وَاِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ ؕ— وَاِنْ یَّمْسَسْكَ بِخَیْرٍ فَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

كه الله تا ته كوم ډول زيان ورسوي؛ نو له هغه پرته بل څوك نشته چې تا له هغه زيان څخه وژغورلاى شي، اوكه هغه تا ته پر كومه ښېګڼه ګټه درواړوي نو هغه د هر څه واك لري. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 6

وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهٖ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْخَبِیْرُ ۟

هغه پر خپلو بندګانو پوره برلاسى واكمن دى او د حكمت څښتن او باخبره دى. info
التفاسير: