تاسو ته د خپل رب له خوا د حق ليدلو نښانې راغلي دي، نو چا چې هغه وليد (ګټه يې) د خپل ځان ده او څوك چې ړوند شو نو تاوان يې (خپله) پر ده دى او زه خو پر تاسو كوم پيره دار نه يم.
او دوى كلك قسمونه وخوړل چې كه څه نښانه ورته راشي نو خامخا به ايمان پرې راوړي، ووايه: خبره دا ده چې دغه نښانې الله سره دي او څه شى به مو پوه كړي چې كه هغه نښانې هم راشي، ايمان نه راوړي.