Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

Page Number:close

external-link copy
102 : 6

ذٰلِكُمُ اللّٰهُ رَبُّكُمْ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— خَالِقُ كُلِّ شَیْءٍ فَاعْبُدُوْهُ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ وَّكِیْلٌ ۟

همدا الله دى ستاسو رب، له هغه پرته -په حقه- كوم بل معبود نشته، د هر څه پيدا كوونكى دى نو ويې لمانځئ او هماغه په هر شي څارونكى ساتونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 6

لَا تُدْرِكُهُ الْاَبْصَارُ ؗ— وَهُوَ یُدْرِكُ الْاَبْصَارَ ۚ— وَهُوَ اللَّطِیْفُ الْخَبِیْرُ ۟

نظرونه یې نه شي موندلاى او هغه نظرونه موندلى شي هغه خورا باریک بین او با خبره دى. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 6

قَدْ جَآءَكُمْ بَصَآىِٕرُ مِنْ رَّبِّكُمْ ۚ— فَمَنْ اَبْصَرَ فَلِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ عَمِیَ فَعَلَیْهَا ؕ— وَمَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِحَفِیْظٍ ۟

تاسو ته د خپل رب له خوا د حق ليدلو نښانې راغلي دي، نو چا چې هغه وليد (ګټه يې) د خپل ځان ده او څوك چې ړوند شو نو تاوان يې (خپله) پر ده دى او زه خو پر تاسو كوم پيره دار نه يم. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 6

وَكَذٰلِكَ نُصَرِّفُ الْاٰیٰتِ وَلِیَقُوْلُوْا دَرَسْتَ وَلِنُبَیِّنَهٗ لِقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟

او په همدې شان موږ دغه ايتونه بيا بيا (ورته) بيانوو چې دوى ووايي له چا دې درس ويلى دى، او چې هغو خلكو ته يې بيان كړو چې پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 6

اِتَّبِعْ مَاۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ۚ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— وَاَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

د هغه څه متابعت كوه چې د خپل رب له خوا درته وحى شوې، له هغه پرته -په حقه- كوم بل معبود نشته او له مشركانو مخ ګرځوه. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 6

وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَاۤ اَشْرَكُوْا ؕ— وَمَا جَعَلْنٰكَ عَلَیْهِمْ حَفِیْظًا ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِوَكِیْلٍ ۟

او كه الله غوښتي وى نو دوى به شرك نه و كړى او ته مو ورباندې پيره دار نه يې ټاكلى او نه ته پر دوى واكمن څارونكى يې. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 6

وَلَا تَسُبُّوا الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَیَسُبُّوا اللّٰهَ عَدْوًا بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— كَذٰلِكَ زَیَّنَّا لِكُلِّ اُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ۪— ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ مَّرْجِعُهُمْ فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

او هغه كسان مه ښكنځئ چې الله نه پرته شيان را بلي (ځكه چې) بيا به له بريده ورتېر په ناپوهۍ سره الله ته ښكنځل كوي، همداسې مو هرې ډلې ته خپل عمل ښايسته كړى دى بيا يې خپل رب لور ته ورستنېدل دي، هغه به يې په هغه څه خبر كړي چې دوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 6

وَاَقْسَمُوْا بِاللّٰهِ جَهْدَ اَیْمَانِهِمْ لَىِٕنْ جَآءَتْهُمْ اٰیَةٌ لَّیُؤْمِنُنَّ بِهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَا الْاٰیٰتُ عِنْدَ اللّٰهِ وَمَا یُشْعِرُكُمْ ۙ— اَنَّهَاۤ اِذَا جَآءَتْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

او دوى كلك قسمونه وخوړل چې كه څه نښانه ورته راشي نو خامخا به ايمان پرې راوړي، ووايه: خبره دا ده چې دغه نښانې الله سره دي او څه شى به مو پوه كړي چې كه هغه نښانې هم راشي، ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 6

وَنُقَلِّبُ اَفْـِٕدَتَهُمْ وَاَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ یُؤْمِنُوْا بِهٖۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ وَّنَذَرُهُمْ فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟۠

او هماغه شان به يې زړونه او نظرونه اړوو لكه چې ړومبى ځل يې پرې ايمان نه و راوړى او همداسې يې په خپلې ناړامۍ كې لا لهانده پرېږدو. info
التفاسير: