هغو كسانو چې شرك كړى وايي به كه الله غوښتي واى نه به موږ شرك كړى وو، نه مو پلرونو او نه به مو كوم شى حرام كړى و، له دوى مخكى هم چې كوم خلك وو همدغسې دروغ يې تړلي وو تر دې چې زموږ عذاب يې وڅكلو، ورته ووايه: آيا تاسو سره كوم علمي سند شته چې موږ ته يې راوباسئ؟ تاسي له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځئ او (په الله پورې) له دروغ تړلو پرته بل څه نه كوئ.
ورته ووايه: راشئ هغه څه در باندې ولولم چې خپل رب مو در باندې حرام كړي، دا چې هېڅ شی به نه ورسره شريكوئ، له مور او پلار سره به ښېګڼه كوئ، د نېستۍ له امله به خپل اولاد نه وژنئ، تاسو او هغوى دواړو ته موږ روزي دركوو، بې حيا كارونه كه ښكاره وي او كه پټ، مه ورنږدې كيږئ، داسې كس مه وژنئ چې الله (يى وژل) حرام كړي وي، پرته له حقه، په دې سره الله تاسو ته حكم كړى چې له عقله كار واخلئ.