او هغه خلك پرېږده چې خپل دين يې لوبه او ننداره جوړه كړې، او دنيايې ژوند غولولي دي، او په دې (قراّن) سره پند وركوه هسې نه چې څوك په خپلو كړو وړو كې داسې راګير شي چې له الله پرته يې بيا نه څوك ملاتړ وي او نه كوم سپارښتونكى، او كه هر څه فديه وركوي نه به ترې اخيستل كيږي، دا هماغه خلك دي چې په خپلو كړو وړو سره په تباهۍ كې راګير شوي، هغوى لره د خوټېدلو اوبو څښاك او دردناك عذاب دى، په دې چې دوى به كفر كولو.
ورته وايه: آيا الله نه پرته هغه څه راوبلو چې نه ګټه رارسولاى شي او نه تاوان او پس له دې چې الله هدايت راته وكړ، بېرته په پوندو شاته وګرځو؟ لكه هغه څوك چې شيطانانو په ځمكه كې بى لارې كړى وي او حيران ګرځي، حال دا چې ملګري يي سمې لارې ته وربولي چې موږ ته راشه ووايه: هماغه د الله لار سمه لار ده، او موږ ته امر شوى چې د مخلوقاتو رب ته غاړه كيږدو.