او دوى وويل: دا څاروي او دا كښت منع (بند) دي، له هغه پرته چې زموږ خوښه وي بل څوك به يې نه خوري –د دوى په ګومان– او (څه نور داسې) څاروي دي چې شاګانې يې حرام شوې او ځينې څاروي داسې وو چې د الله نوم يې پرې نه يادولو، پر هغه باندې دروغ تړلو سره، په دې دروغ تړلو به هغوى ته ډېر زر سزا وركړي.
او دى هماغه دى چې په څپريو پراته او بې څپريو باغونه يې پيدا كړي او كجورې او كښتونه چې بېلا بېل خواړه لري، او زيتون او انار چې (په رنګ) سره ورته او (په خوند كې) سره بېل وي، له دې مېوو نه خورئ چې كله ميوه نيسي، او د هغه حق وركوئ (عشر) د فصل اخيستو په ورځ او اسراف مه كوئ، بې شكه الله اسراف كوونكي نه خوښوي.
او له څارويو نه ځينې بار وړونكي او ځينى (پر ځمكه) هوارېدونكي، كومه روزي چې الله دركړې، له هماغې نه يې خورئ او د شيطان پلونو پسې مه ځئ، يقيناً هغه مو څرګند غليم (دښمن) دى.