همدارنګه دوه له اوښانو او دوه له غويانو، ووايه: آيا د دې دواړو نارينه يې حرام كړي كه ښځينه؟ يا هغه چې د دې دواړو ښځينه وو په ګېډو كې وي؟ او كه تاسو حاضر یاست چې الله د دې حكم دركولو؟ نو تر هغه چا به لوى ظالم بل څوك وي چې په الله پورې څه دروغ تړي ترڅو پرته له علمه خلك بې لارې كړي او الله خو ظالمانو خلكو ته سمه لار نه ښايي.