دا کافران او نور چې په هره ډله د کافرانو کې وي اراده لري په دروغو تړلو او دروغجن کولو سره د هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي دي ددې لپاره چې اسلام ختم کړي او باطل یې وګرځوي، او د الله تعالی په یو والي او د الله تعالی د پېغمبر په حقانیت دلالت کوونکي ټول هغه ښکاره دلیلونه هم باطل وګرځوي، خو الله تعالی یې منع کوي مګر دا چې الله خپل دین بشپړ کړي او پر نورو باندې یې پورته او غالب کړي، اګر که کافران د الله تعالی د دین بشپړتیا، غلبه او لوړوالی بد ګڼي، پس بیشکه الله تعالی بشپړونکی او لوړوونکی دی ده لره، او کله چې الله تعالی د یو کار اراده وکړي نو بیا د نورو ارادې باطلېږي.
او الله تعالی هغه ذات دی چې خپل پېغمبر یې په هغه قرآن کریم سره رالېږلی چې د ټولو خلکو لپاره هدایت دی، او په هغه حق دین یې رالېږلی چې اسلام دی، دې لپاره چې د هغو دلایلو احکامو پر مټ یې په نورو دینونو پورته کړي، اګر که مشرکان دا کار بد ګڼي.
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی، او په هغه شریعت یې عمل کړی کوم چې الله تعالی رالېږلی، بیشکه د یهودو او عیسویانو ډېر عالمان د خلکو مالونه په غیر شرعي ډول اخلي، د رشوت (بډې) او داسې نورو په بڼه، او خلک د الله په دین کې د داخلېدو څخه منع کوي، او هغه کسان چې را ټولوي سره او سپین زر، او واجب شوی زکات نه پرې کوي، نو -ای پېغمبره- ته ورته د قیامت د ورځې د بد او دردونکي عذاب خبر ورکړه.
د قیامت په ورځ به هغه څه ته اور واچول شي کوم چې دوی را ټول کړي وو، او واجب شوی حق یې ترې نه ورکاوه، پس کله چې سخت ګرم شي نو د دوی په ټنډو، اړخونو او شاګانو به کیښودل شي، او ورته به د رټنې په ډول وویل شي: دا ستاسو هغه مالونه دي چې تاسو را ټول کړي وو او د هغې واجب حق مو نه وو ادا کړی، نو اوس د هغه څه چې تاسو راټولول او حق مو نه ادا کاوه بدله وڅکئ، او بده پایله یې ووینئ.