ای پېغمبره! دوی ته بخښنه وغواړه، او یا یې مه غواړه، نو که چېرې ته دوی ته اویا ځلې هم بخښنه وغواړې نو د دومره زیاتوالي سره هم دوی د الله تعالی بخښنه نشي تر لاسه کولای؛ ځکه چې دوی په الله او د هغه په پېغمبر کافران شوي دي، او الله تعالی هغو کسانو ته د حق توفیق او وس نه ورکوي چې د ده د شریعت څخه په قصدي ډول وتلي وي.
دا منافقان چې د جهاد څخه پاتې شوي دي ودې خاندي لږ د دنیا په فاني ژوند کې، او ډېر دې وژاړي د آخرت په پاتې ژوند؛ دا د هغه کار بدله ده چې کوم کفر ګناهونه او تېروتنې دوی په دنیا کې کول.
ای پېغمبره! که چېرې ته الله تعالی د منافقانو یوې ډلې ته چې په منافقت کلک دي راوګرځولی، او له تا څخه یې بلې غزا ته له تا سره د وتلو اجازه وغوښتله، نو ته ورته ووایه چې -ای منافقانو- هېڅکله هم له ما سره د الله تعالی په لار کې د جهاد لپاره مه وځئ، دا سزا ده تاسو لپاره، او لدې کبله چې ستاسو په شتون کې له ډېرو تاوانونو او فساد څخه ځانونه وژغورو، پس تاسو د تبوک په غزا کې په پاتې کېدو او ناستو خوښ واست، نو اوس هم تاسو د پاتې شوو کسانو لکه ناروغان، ښځو او کوچنیانو سره پاتې شئ.
او کله چې الله تعالی په خپل پېغمبر داسې یو سورت نازل کړي چې پر الله تعالی د ایمان راوړلو او د هغه په لاره کې د جهاد کولو امر په کې شوی وي نو د دوی څخه هغه کسان چې شتمن وي او وس لري له تا څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، او وایي: مونږ پرېږده چې د عذر خاوندانو لکه کمزورو او دائمي ناروغانو سره پاتې شو.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الكافر لا ينفعه الاستغفار ولا العمل ما دام كافرًا.
کافر چې تر څو کافر وي نو هېڅ استغفار (بخښنه) او نه عمل کول ورته ګټه رسوي.
• الآيات تدل على قصر نظر الإنسان، فهو ينظر غالبًا إلى الحال والواقع الذي هو فيه، ولا ينظر إلى المستقبل وما يتَمَخَّض عنه من أحداث.
دا آیتونه د انسان پر لنډ فکر دلالت کوي، چې هغه زیاتره وخت هغه حالت او واقع ته ګوري چې پکې وي، او راتلونکي ته نه ګوري او نه هغې واقعاتو ته ګوري چې آینده راپورته کېږي.
• التهاون بالطاعة إذا حضر وقتها سبب لعقوبة الله وتثبيطه للعبد عن فعلها وفضلها.
د یو طاعت د وخت رارسېدلو پر مهال سستي او بې پروایي کول د الله تعالی د عذاب لامل ګرځي، او بنده د هغې د کولو او فضیلت ترلاسه کولو کې سستوي.
• في الآيات دليل على مشروعية الصلاة على المؤمنين، وزيارة قبورهم والدعاء لهم بعد موتهم، كما كان النبي صلى الله عليه وسلم يفعل ذلك في المؤمنين.
په دې آیتونو کې پر مومنانو د لمونځ (جنازې) کولو مشروعیت ثابتېږي، او د دوی دقبرونو زیارت کول او دوی ته د مرګ څخه وروسته دعا غوښتل ثابتېږي، لکه څرنګه چې د الله تعالی پېغمبر صلی الله علیه وسلم په مومنانو کول.