کله چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم سورت نازل شي؛ نو له منافقانو ځينې د ملنډو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي: دغه نازل شوی سورت چې محمد راوړی تاسو ته د ايمان له پلوه څه در زيات کړل؟ نو هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه رسول يې رېښتونی ګڼلی، هغوی ته د سورت نازلېدو، مخکيني ايمان ته ايمان ور زيات کړی او هغوی پر هغه وحي خوشحاله دي چې نازله شوې ده، ځکه په هغو کې يې دنيوي او اخروي ګټې دي.
آيا منافقانو د الله لخوا په ازموينه د پند اخېستونکو په توګه ونه کتل چې په کال کې يې يو يا دوه ځلې حال بربنډیږي؟! بيا پر دې د پوهېدو سربېره چې الله پر هغوی د دغه څه کوونکی دی هغه ته له خپل کفره توبه نه وباسي، له خپل نفاقه نه لاس په سر کيږي او نه له دې پند اخلي چې پر هغوی څه راغلل او هغه د الله لخوا وو.
کله چې الله پر خپل رسول صلی الله عليه وسلم کوم داسې سورت نازل کړي چې په هغو کې د منافقانو د حالاتو يادونه وي، له منافقانو ځينې ځينو ته په دې ويلو وګوري: آيا څوک مو ويني؟ که چېرې يې څوک ونه ويني، له مجلسه ولاړ شي، خبر اوسئ الله د هغوی زړونه له لارښوونې او ښېګڼې ګرځولي دي او هغوی يې خوار کړي دي ځکه هغوی داسې قوم دی چې نه پوهيږي.
که چېرې هغوی درڅخه مخ واړوي او په هغه څه ايمان را نه وړي چې تا راوړي دي؛ نو ورته ووايه ای رسوله! ما ته هغه الله بسنه کوي چې له هغه پرته پر حقه بل معبود نشته، يوازې پر هغه مې باور کړی دی او هغه پاک ذات د لوی عرش رب دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب ابتداء القتال بالأقرب من الكفار إذا اتسعت رقعة الإسلام، ودعت إليه حاجة.
له نېږدې کافرانو څخه د جنګ د پيل لازموالی، کله چې د اسلام لمن پراخه شي او دېته اړتيا پېښه شي.
• بيان حال المنافقين حين نزول القرآن عليهم وهي الترقُّب والاضطراب.
د منافقانو د حالت بيان؛ پر هغوی د قرآن د نازلېدو په وخت کې چې هغه انتظار او نا کراري وه.
• بيان رحمة النبي صلى الله عليه وسلم بالمؤمنين وحرصه عليهم.
پر مؤمنانو د نبي صلی الله عليه وسلم د لورېينې او پر هغوی يې د حرص بيان.
• في الآيات دليل على أن الإيمان يزيد وينقص، وأنه ينبغي للمؤمن أن يتفقد إيمانه ويتعاهده فيجدده وينميه؛ ليكون دائمًا في صعود.
په آيتونو کې د دې خبرې دليل چې ايمان زياتيږي او کميږي او د مؤمن لپاره په کار دي چې د خپل ايمان په لټه کې وي، پاملرنه ورته وکړي، نوی يې کړي او زيات يې کړي، تر څو تل د اوچتوالي په حال کې وي.