ای هغو کسانو چې پر الله، د هغه پر رسول مو ايمان راوړی او پر شريعت مو يې عمل کړی له هغه وډار شئ د حکمونو پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو سره او له رېښتينو سره شئ دهغوی په ايمان، ويناوو او کړنو کې يې، تاسو لره له رېښتينولۍ پرته بله د خلاصون لاره نشته.
د مدينې د خلکو او د هغوی چاپېر د صحرا اوسېدونکو لپاره روا نه ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه سرغړونه وکړي، کله چې هغه په خپله جهاد ته وځي، هغوی لره روا نده چې پر خپلو ځانونو بخل وکړي او د نبي صلی الله عليه وسلم څخه يې وساتي بلکې پر هغوی لازم دي چې خپل ځانونه د هغه صلی الله عليه وسلم له نفسه قربان کړي، ځکه هغوی لره نه رسيږي کومه تنده، ستړيا، لوږه د الله په لار کې او نه هغوی په کوم ځای کې ښکته کيږي چې شتون يې د کافرانو د غوسې لامل وي، يا نه ورته رسيږي د دوښمن لخوا وژنه، بندي کېدل، ولجه کېدل او يا ماتې خوړل خو دا چې هغوی لره پر دغه، الله د ښه کار بدله ليکلې ده چې له هغوی يې قبلوي، بېشکه الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې بشپړه يې ورکوي.
هغوی نه لږ لګښت کوي او نه ډېر، او نه له کوم ناو(شېلې) تيريږي، خو دا چې هغوی لره هغه څه ليکل کيږي چې ترسره کړي يې دي له لګښت او سفر څخه، ترڅو الله هغوی ته پرې بدله ورکړي او په آخرت کې يې د هغو ښو کړنو بدله ورکوي.
د مؤمنانو لپاره په کار نه ده چې ټول جګړې ته ووځي، څو يو مخ له منځه ولاړ نشي که چېرې دښمن يې پرې برلاسی شي، ولې يوه ډله له هغوی د جهاد لپاره ونه وتله، بله ډله به له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پاتې شوې وه او د قرآن او شريعت په حکمونو به يې په دين کې پوهاوی ترلاسه کړی و چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم يې آوري او خپل قوم به يې په هغه څه وېرولی و چې زده کړي يې دي، کله چې هغوی ته راوګرځي، په دې هيله چې د الله له سزا او کړاو وډار شي؛ نو د هغه حکمونه به يې منلي وو او له نواهيوو به يې ډډه کړې وای. دا په هغو جنګونو کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به شاوخوا لېږل او له خپلو اصحابو به يې يوه ډله ورته غوره کوله.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• وجوب تقوى الله والصدق وأنهما سبب للنجاة من الهلاك.
له الله څخه د وېرې او ريښتينولۍ واجبوالی او دا چې دغه دواړه له تباهۍ د خلاصون لامل دي.
• عظم فضل النفقة في سبيل الله.
د الله په لار کې د لګښت د ثواب لوی والی.
• وجوب التفقُّه في الدين مثله مثل الجهاد، وأنه لا قيام للدين إلا بهما معًا.
پر دين د پوهاوي واجبوالی، بېلګه يې د جهاد غوندې ده او دا چې د دين قيام پر همدغو دوو دی.