Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

Numero ng Pahina:close

external-link copy
118 : 9

وَّعَلَی الثَّلٰثَةِ الَّذِیْنَ خُلِّفُوْا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا ضَاقَتْ عَلَیْهِمُ الْاَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَیْهِمْ اَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوْۤا اَنْ لَّا مَلْجَاَ مِنَ اللّٰهِ اِلَّاۤ اِلَیْهِ ؕ— ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ لِیَتُوْبُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بېشکه الله د هغو دريو توبه قبوله کړه: چې مالک زوی د کعب، ربيع زوی د مراره اميه زوی د هلال وو، دا هغه کسان وو چې له توبې قبلیدو څخه وروسته پاتې کړای شول او د هغوی توبه قبلېدل وروسته کړای شول، وروسته تردې چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تبوک ته له وتلو پاتې شول؛ نو نبي صلی الله عليه وسلم خلکو ته له هغوی څخه د بېلېدلو امر وکړ، هغوی ته پر دغه، کړاو او غم ورسېد، تر دې چې ځمکه د پراخۍ سربېره پرې تنګه شوه او د رسيدلي وحشت له امله يې سينې تنګې شوې، پوه شول چې هغوی لره د پناه ځای نشته چې پناه وروړي خو يوازې الله دی، پر هغوی يې لورېينه وکړه د توبې د توفيق په ورکولو سره، بيا يې د هغوی توبه قبوله کړه، بېشکه هغه د خپلو بندګانو توبه قبلوونکی او پر هغوی مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 9

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَكُوْنُوْا مَعَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ای هغو کسانو چې پر الله، د هغه پر رسول مو ايمان راوړی او پر شريعت مو يې عمل کړی له هغه وډار شئ د حکمونو پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو سره او له رېښتينو سره شئ دهغوی په ايمان، ويناوو او کړنو کې يې، تاسو لره له رېښتينولۍ پرته بله د خلاصون لاره نشته. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 9

مَا كَانَ لِاَهْلِ الْمَدِیْنَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ اَنْ یَّتَخَلَّفُوْا عَنْ رَّسُوْلِ اللّٰهِ وَلَا یَرْغَبُوْا بِاَنْفُسِهِمْ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ لَا یُصِیْبُهُمْ ظَمَاٌ وَّلَا نَصَبٌ وَّلَا مَخْمَصَةٌ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا یَطَـُٔوْنَ مَوْطِئًا یَّغِیْظُ الْكُفَّارَ وَلَا یَنَالُوْنَ مِنْ عَدُوٍّ نَّیْلًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهٖ عَمَلٌ صَالِحٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ

د مدينې د خلکو او د هغوی چاپېر د صحرا اوسېدونکو لپاره روا نه ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه سرغړونه وکړي، کله چې هغه په خپله جهاد ته وځي، هغوی لره روا نده چې پر خپلو ځانونو بخل وکړي او د نبي صلی الله عليه وسلم څخه يې وساتي بلکې پر هغوی لازم دي چې خپل ځانونه د هغه صلی الله عليه وسلم له نفسه قربان کړي، ځکه هغوی لره نه رسيږي کومه تنده، ستړيا، لوږه د الله په لار کې او نه هغوی په کوم ځای کې ښکته کيږي چې شتون يې د کافرانو د غوسې لامل وي، يا نه ورته رسيږي د دوښمن لخوا وژنه، بندي کېدل، ولجه کېدل او يا ماتې خوړل خو دا چې هغوی لره پر دغه، الله د ښه کار بدله ليکلې ده چې له هغوی يې قبلوي، بېشکه الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې بشپړه يې ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 9

وَلَا یُنْفِقُوْنَ نَفَقَةً صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً وَّلَا یَقْطَعُوْنَ وَادِیًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِیَجْزِیَهُمُ اللّٰهُ اَحْسَنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

هغوی نه لږ لګښت کوي او نه ډېر، او نه له کوم ناو(شېلې) تيريږي، خو دا چې هغوی لره هغه څه ليکل کيږي چې ترسره کړي يې دي له لګښت او سفر څخه، ترڅو الله هغوی ته پرې بدله ورکړي او په آخرت کې يې د هغو ښو کړنو بدله ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 9

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُوْنَ لِیَنْفِرُوْا كَآفَّةً ؕ— فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآىِٕفَةٌ لِّیَتَفَقَّهُوْا فِی الدِّیْنِ وَلِیُنْذِرُوْا قَوْمَهُمْ اِذَا رَجَعُوْۤا اِلَیْهِمْ لَعَلَّهُمْ یَحْذَرُوْنَ ۟۠

د مؤمنانو لپاره په کار نه ده چې ټول جګړې ته ووځي، څو يو مخ له منځه ولاړ نشي که چېرې دښمن يې پرې برلاسی شي، ولې يوه ډله له هغوی د جهاد لپاره ونه وتله، بله ډله به له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پاتې شوې وه او د قرآن او شريعت په حکمونو به يې په دين کې پوهاوی ترلاسه کړی و چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم يې آوري او خپل قوم به يې په هغه څه وېرولی و چې زده کړي يې دي، کله چې هغوی ته راوګرځي، په دې هيله چې د الله له سزا او کړاو وډار شي؛ نو د هغه حکمونه به يې منلي وو او له نواهيوو به يې ډډه کړې وای. دا په هغو جنګونو کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به شاوخوا لېږل او له خپلو اصحابو به يې يوه ډله ورته غوره کوله. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• وجوب تقوى الله والصدق وأنهما سبب للنجاة من الهلاك.
له الله څخه د وېرې او ريښتينولۍ واجبوالی او دا چې دغه دواړه له تباهۍ د خلاصون لامل دي. info

• عظم فضل النفقة في سبيل الله.
د الله په لار کې د لګښت د ثواب لوی والی. info

• وجوب التفقُّه في الدين مثله مثل الجهاد، وأنه لا قيام للدين إلا بهما معًا.
پر دين د پوهاوي واجبوالی، بېلګه يې د جهاد غوندې ده او دا چې د دين قيام پر همدغو دوو دی. info