له جهاده پاتې کېدونکي منافقان مسلمانانو ته د هغوی له جهاده د بېرته راتلو پر مهال کمزوري عذرونه وړاندې کوي، الله خپل نبي او مؤمنانو ته پر هغوی د رد توجيه ورښايي: د درواغو عذرونه مه کوئ، موږ هيڅکله په هغه څه کې تاسو رېښتيني نه ګڼو چې پرې خبر مو کړو، بېشکه الله ستاسو له زړونو په لږ څه موږ خبر کړو، ژر به الله او د هغه رسول وګوري: چې آيا تاسو توبه وباسئ چې الله مو توبه قبوله کړي او يا خپل نفاق ته مو دوام ورکوئ؟ بيا هغه الله ته ورځئ چې پر هر څه پوهيږي؛ نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې کول مو او پر هغه به سزا درکړي؛ نو د توبې اېستلو او ښه کار لوري ته بيړه وکړئ.
د صحرا خلک که کفر وکړي يا نفاق وکړي، د هغوی کفر د ښار د خلکو تر کفر سخت وي، نفاق يې د دغو خلکو تر نفاق سخت وي، هغوی زيات وړ دي د دې چې پر دين پوهه ونلري او زيات نږدې دي چې پر فرائضو، سنتو، او د هغو احکامو پر ضوابطو پوه نه وي چې الله يې پر خپل رسول نازل کړي دي، ځکه په هغوی کې جفا(په ژوند کې سختي) ټينګوالی او د اختلاط کموالی دی، الله د هغوی پر حال ښه پوه دی له هغوی هيڅ ترې پټ نه دي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی.
او له صحرا مېشتو منافقانو ځينې باور لري چې کوم مال د الله په لار کې لګوي، هغه زيان او تاوان دی، ځکه هغوی ګومان کوي چې که يې ولګوي بدله يې نه ورکول کيږي او که يې وګرځوي الله سزا نه ورکوي، خو له دې سره يې کله ناکله د ځان ښوونې او ځان ساتنې په موخه لګوي، او اې مؤمنانو هغوی د د دې په انتظار دي چې کوم شر درباندې را نازل شي، نو درڅخه خلاص شي، هغوی چې د کومې بدې پايلې شر او زمانې ګرځېدو هيله لري چې پر مؤمنانو دې راشي، هغه پر همدوی راتلونکي دي، نه پر مؤمنانو، الله د هغه څه اورېدونکی دی چې هغوی يې وايي، پر هغه څه پوه دی چې هغوی يې پټوي.
د صحرا له اوسېدونکو ځينې پر الله ايمان لري او د قيامت پر ورځ ايمان لري، هغه څه چې د الله په لار کې يې لګوي ښېګڼې ګرځوي الله ته پرې نېږدې کيږي د رسول صلی لله عليه وسلم د دعا او د ځان لپاره د هغه د بښنې غوښتولو وسيله يې ګرځوي، خبر اوسئ د الله په لار کې د هغه لګښت او د رسول دعا د الله په وړاندې د هغه لپاره ښېګڼې دي چې له الله سره به يې بدله ومومي د الله لخوا په خپله هغه پراخه لورېينه کې په ننه اېستلو سره چې بښنې او جنت ته يې شامله ده، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• ميدان العمل والتكاليف خير شاهد على إظهار كذب المنافقين من صدقهم.
د عمل او تکاليفو ميدان غوره شاهد دی د منافقانو پر درواغو د هغوی تر رېښتينولۍ څخه.
• أهل البادية إن كفروا فهم أشد كفرًا ونفاقًا من أهل الحضر؛ لتأثير البيئة.
د چاپېريال د اغېزې له امله د صحرا خلک که کفر وکړي؛ نو هغوی د کفر او نفاق له پلوه ډېر سخت وي تر ښاري خلکو.
• الحض على النفقة في سبيل الله مع إخلاص النية، وعظم أجر من فعل ذلك.
د الله په لار کې لګښت کولو ته هڅوونه د نيت له اخلاص سره د دغه کړنې د بدلې لوی والی.