څنګه به شی د دوی لپاره لوظ او امن او حال دا چې دوی ستاسو دښمنان دي که غالبه شي درباندې؛ نه د الله لحاظ کوي ستاسو په باره کې او نه دخپلوۍ او نه د لوظ، بلکه دررسوي به تاسو ته بد عذاب، خوشحالوي تاسو تش د ژبې په سر په ښایسته خبرو اوزړونه یې د ژبو سره موافق ندي، پوره والی نه کوي پخپلو ویناوو او ډیر یې د الله د طاعت نه وتونکي دي دوعدې د ماتولو په وجه.
د الله د آیتونو د تابعدارۍ په بدل کې یې اخیستې پیسې سپکې چې په دې باندې خپلو خواهشاتو او شهواتو ته ځان رسوي او یو د دې تابعدارۍ نه په وعده پوره والی دی نو دوی د حق د تابعدارۍ نه ځانونه بند کړي او مخ یې ورڅخه اړولی اوبند کړي یې دي نور خلک د حق نه بیشکه ډیر بد دی عمل د دوي هغه چې دوی یې کوي.
د مؤمن اړوند نه له الله څخه ویریږي او نه د خپلولۍ او لوظ لحاظ کوي، دا هر څه د هغې دښمنۍ له امله کوي چې دوی پرې اخته دي، نو دوی د الله له پولو اوښتي دي ځکه ظلم او تیری کول د دوی صفت دی.
که توبه یې وایسته الله ته د خپل کفر نه او -لا اله الا الله محمدرسول الله-یې وویل او لمونځ یې ودراوه او د خپلو مالو نو زکات یې ورکړ په تحقیق سره دوی مسلمانان شول او دوی ستاسو ورونه شول په دین کې، د دوی لپاره هغه څه دي کوم چې ستاسو لپاره دي او په دوی باندې هغه څه دي کوم چې په تاسو دي او روا نه دی ستاسو لپاره جنګ کول د دوی سره، پس اسلام راوړل دوی بچ کړې وینې، مالونه اوعزتونه ددوی او بیانوو او په ډاګه کوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهیږي پس دغسې خلک درڅخه فايده اخلي اونوروته ورباندې فایده رسوي.