আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
32 : 9

یُرِیْدُوْنَ اَنْ یُّطْفِـُٔوْا نُوْرَ اللّٰهِ بِاَفْوَاهِهِمْ وَیَاْبَی اللّٰهُ اِلَّاۤ اَنْ یُّتِمَّ نُوْرَهٗ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟

دا کافران او نور چې په هره ډله د کافرانو کې وي اراده لري په دروغو تړلو او دروغجن کولو سره د هغه څه چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړي دي ددې لپاره چې اسلام ختم کړي او باطل یې وګرځوي، او د الله تعالی په یو والي او د الله تعالی د پېغمبر په حقانیت دلالت کوونکي ټول هغه ښکاره دلیلونه هم باطل وګرځوي، خو الله تعالی یې منع کوي مګر دا چې الله خپل دین بشپړ کړي او پر نورو باندې یې پورته او غالب کړي، اګر که کافران د الله تعالی د دین بشپړتیا، غلبه او لوړوالی بد ګڼي، پس بیشکه الله تعالی بشپړونکی او لوړوونکی دی ده لره، او کله چې الله تعالی د یو کار اراده وکړي نو بیا د نورو ارادې باطلېږي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 9

هُوَ الَّذِیْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰی وَدِیْنِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهٗ عَلَی الدِّیْنِ كُلِّهٖ ۙ— وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ ۟

او الله تعالی هغه ذات دی چې خپل پېغمبر یې په هغه قرآن کریم سره رالېږلی چې د ټولو خلکو لپاره هدایت دی، او په هغه حق دین یې رالېږلی چې اسلام دی، دې لپاره چې د هغو دلایلو احکامو پر مټ یې په نورو دینونو پورته کړي، اګر که مشرکان دا کار بد ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 9

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ الْاَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَیَاْكُلُوْنَ اَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَكْنِزُوْنَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا یُنْفِقُوْنَهَا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۙ— فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ

ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی، او په هغه شریعت یې عمل کړی کوم چې الله تعالی رالېږلی، بیشکه د یهودو او عیسویانو ډېر عالمان د خلکو مالونه په غیر شرعي ډول اخلي، د رشوت (بډې) او داسې نورو په بڼه، او خلک د الله په دین کې د داخلېدو څخه منع کوي، او هغه کسان چې را ټولوي سره او سپین زر، او واجب شوی زکات نه پرې کوي، نو -ای پېغمبره- ته ورته د قیامت د ورځې د بد او دردونکي عذاب خبر ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 9

یَّوْمَ یُحْمٰی عَلَیْهَا فِیْ نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوٰی بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوْبُهُمْ وَظُهُوْرُهُمْ ؕ— هٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ فَذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُوْنَ ۟

د قیامت په ورځ به هغه څه ته اور واچول شي کوم چې دوی را ټول کړي وو، او واجب شوی حق یې ترې نه ورکاوه، پس کله چې سخت ګرم شي نو د دوی په ټنډو، اړخونو او شاګانو به کیښودل شي، او ورته به د رټنې په ډول وویل شي: دا ستاسو هغه مالونه دي چې تاسو را ټول کړي وو او د هغې واجب حق مو نه وو ادا کړی، نو اوس د هغه څه چې تاسو راټولول او حق مو نه ادا کاوه بدله وڅکئ، او بده پایله یې ووینئ. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 9

اِنَّ عِدَّةَ الشُّهُوْرِ عِنْدَ اللّٰهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِیْ كِتٰبِ اللّٰهِ یَوْمَ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ مِنْهَاۤ اَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ؕ— ذٰلِكَ الدِّیْنُ الْقَیِّمُ ۙ۬— فَلَا تَظْلِمُوْا فِیْهِنَّ اَنْفُسَكُمْ ۫— وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِیْنَ كَآفَّةً كَمَا یُقَاتِلُوْنَكُمْ كَآفَّةً ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟

بیشکه د کال د میاشتو شمېر د الله تعالی د پرېکړې او فیصلې سره سم دولس میاشتې دي، څرنګه چې الله تعالی په لوح محفوظ کې ثبت کړي هغه مهال چې لومړی الله تعالی اسمانونه او زمکه پېدا کړل، له دې دولسو میاشتو څخه څلور میاشتې هغه دي چې وژنه په کې حرامه ده، او هغه دې مسلسلې: (ذو القعدة، او ذو الحجة، او محرم) دي، او یوه ځانته ده چې (رجب) ده. دا یاد شوی شمېر د کال دمیاشتو، او د څلورو عزتمندې ګرځول، برابر دین دی، نو تاسو په دې بزرګو میاشتو کې په خپلو ځانونو ظلم مه کوئ چې جنګ او وژل په کې وکړئ، او د دې میاشتو بې عزتي وکړئ، او تاسو ټول مشرکانو سره جنګ وکړئ لکه څرنګه چې هغوی ټول تاسي سره جنګ کوي، او پوه شئ چې بېشکه الله تعالی په مرسته او ثابت پاتې کېدو کې د هغو خلکو سره دی چې د هغه د حکم په منلو او د هغه څه څخه چې ترې یې منع کړې ځان ساتي، او چا سره چې الله تعالی مل شو نو هیڅوک پرې نه شي غالب کیدلای. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• دين الله ظاهر ومنصور مهما سعى أعداؤه للنيل منه حسدًا من عند أنفسهم.
د الله تعالی دین غالب او کامیاب دی که هر څه هم دښمنان يې د کینې له امله د مخالفت هڅه او کوښښ کوي. info

• تحريم أكل أموال الناس بالباطل، والصد عن سبيل الله تعالى.
د خلکو د مالونو په ناروا ډول خوړلو او د الله تعالی د لارې څخه د خلکو ګرځولو حراموالی. info

• تحريم اكتناز المال دون إنفاقه في سبيل الله.
د الله په لار کې د مال خرچ کولو پرته د هغې د خزانه کول حراموالی. info

• الحرص على تقوى الله في السر والعلن، خصوصًا عند قتال الكفار؛ لأن المؤمن يتقي الله في كل أحواله.
د الله تعالی څخه په ښکاره او پټه وېره کولو باندې حرص کول، په ځانګړي ډول د کافرانو سره د جنګ پر مهال؛ ځکه چې مومن د الله تعالی څخه په ټولو حالاتو کې وېرېږي. info