আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

توبه

ছুৰাৰ উদ্দেশ্য:
البراءة من المشركين والمنافقين وجهادهم، وفتح باب التوبة للتائبين.
له مشرکانو او منافقانو بېزاري او له هغوی سره جهاد او د توبه کوونکو لپاره د توبې دروازې پرانېستل. info

external-link copy
1 : 9

بَرَآءَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖۤ اِلَی الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ؕ

دا بیزاري د الله او د هغه د رسول له طرفه ده او خبر ورکول دي په ختمولو د هغه وعدو چې تاسو ورسره کړي-ای مومنانو-مشرکینوته به عربي ټاپوزمه کې. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 9

فَسِیْحُوْا فِی الْاَرْضِ اَرْبَعَةَ اَشْهُرٍ وَّاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ مُخْزِی الْكٰفِرِیْنَ ۟

وګرځئ-ای مشرکینو-په ځمکه کې د څلورو میاشتو لپاره په دې حال کې چې تاسو به امن کې یاست. د دې مودې نه وروسته به نه ستاسو لوظ وي او نه به ستاسو لپاره امان وي او یقین ولرئ چې بیشکه تاسوهیچیرې نه شئ خلاصیدلی د الله له عذاب او د هغه د سزا نه که ادامه مو ورکړه خپل کفر ته په الله تعالی باندې، اویقین ولرئ چئ بیشکه الله شرموونکی دی کافرانو لره په قتلولو او قید کولو په دنیاکې او په داخلولو اور ته دقیامت په ورځ او شامل دی دا اعلان هغه چاته چې هغوی خپل لوظونه مات کړي،او هغه چاته چې دهغوی سره مطلق لوظ شوی وخت پکې معلوم نه دی او هر چې هغه معاهد دی چې د هغه نیټه معلومه ده که دڅلورو میاشتو څخه زیاته وه نوبیشکه پوره کیږي به د هغه سره لوظ د هغه تر نیټې مقررې پورې. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 9

وَاَذَانٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖۤ اِلَی النَّاسِ یَوْمَ الْحَجِّ الْاَكْبَرِ اَنَّ اللّٰهَ بَرِیْٓءٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۙ۬— وَرَسُوْلُهٗ ؕ— فَاِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاعْلَمُوْۤا اَنَّكُمْ غَیْرُ مُعْجِزِی اللّٰهِ ؕ— وَبَشِّرِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ

د الله له طرفه خبرداری دی او د رسول الله-صلی الله علیه وسلم- له طرفه هم دی ټولو خلکو ته دحلالې په ورځ(دلوی اخترورځ)چې بیشکه الله تعالی بیزاره دی د مشرکینو نه او همدارنګه د الله تعالی رسول هم ورڅخه بیزاره دی که توبه مو وایسته-ای مشرکینو-دشرک څخه نوتوبه درته ډیره بهتره ده او که دتوبې څخه مو مخ واړاوه نو یقین ولرئ چې بیشکه هیڅکله دالله څخه خلاصیدای نه شئ او هیڅکله یې د عذاب څخه بچکیدای نه شئ اوخبرورکړه-ای پیغمبره-هغه کسانوته چې کافرشوي په الله په هغه شي چې بد به وي د هغوی لپاره او هغه لوی دردوونکی عذاب دی چې د دوی انتظارکوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 9

اِلَّا الَّذِیْنَ عٰهَدْتُّمْ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ ثُمَّ لَمْ یَنْقُصُوْكُمْ شَیْـًٔا وَّلَمْ یُظَاهِرُوْا عَلَیْكُمْ اَحَدًا فَاَتِمُّوْۤا اِلَیْهِمْ عَهْدَهُمْ اِلٰی مُدَّتِهِمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَّقِیْنَ ۟

مګر هغه کسان چې تاسو ورسره وعده کړې د مشرکانو نه او پوره والی یې کړی تاسو سره په وعده اونقصان یې ندی کړی پخپله وعده کې زره بره، پس دوی مستثنی دي د مخکني حکم نه، پوره کړئ د هغوی سره وفاپه لوظ تر دې چې اخر ته ورسيږي نیټه د وعدې بیشکه الله مینه کوي د پرهیزګارانو سره په منلو د الهي احکامو چې د هغې له جملې څخه یو په وعده پوره والی دی او په ځان ژغورلو د الله د منعه کړای شوو کارونو نه چې یو له هغې نه خیانت دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 9

فَاِذَا انْسَلَخَ الْاَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِیْنَ حَیْثُ وَجَدْتُّمُوْهُمْ وَخُذُوْهُمْ وَاحْصُرُوْهُمْ وَاقْعُدُوْا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ ۚ— فَاِنْ تَابُوْا وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتَوُا الزَّكٰوةَ فَخَلُّوْا سَبِیْلَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

کله چې هغه د حرم مياشتې تېرې شي چې تاسو مو خپلو دوښمنانو ته پکې امان ورکړی، نو بيا مو چې هر چېرې مشرکان وموندل ويې وژنئ، بنديان يې کړئ او په خپلو ځايونو کې يې محاصره کړئ او په لارو کې کمينونه ورته ونيسئ، که يې الله ته له شرکه توبه واېستله او بشپړ لمونځ يې وکړ او د خپلو مالونو زکات يې ادا کړ؛ نو هغوی مو په اسلام کې وروڼه وګرځېدل، بيا جګړه ورسره پرېږدئ، پرته له شکه الله د هغه چا بخښونکی دی چې له بنده ګانو يې څوک توبه وباسي، پر هغه مهربان دی.
info
التفاسير:

external-link copy
6 : 9

وَاِنْ اَحَدٌ مِّنَ الْمُشْرِكِیْنَ اسْتَجَارَكَ فَاَجِرْهُ حَتّٰی یَسْمَعَ كَلٰمَ اللّٰهِ ثُمَّ اَبْلِغْهُ مَاْمَنَهٗ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

که چیرته داخلیده یو مشرک چې مال او وینه یې روا وه او امن یې غوښته-ای پیغمبره- نوغوښتنه یې ومنه تردې چې قران واوري او بیا یې ورسوه هغه ځای ته چې هلته دا په امن کې شي دا پدې وجه چې کافران داسې قوم دی چې نه پوهیږي په حقیقت ددې دین، پس کله چې وپوهیږي په حقیقت ددې دین د قران د اوریدلو نه، کیدی شي چې سمه لار ومومي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• في الآيات دليل واضح على حرص الإسلام على تسوية العلاقات الخارجية مع الأعداء على أساس من السّلم والأمن والتّفاهم.
په ایتونوکې څرګند دلیل دی پر دې چې اسلام د دښمنانو سره د سولې، امنیت او دوه اړخیزه تفاهم پر اساس په برابرو اړیکو جوړولو باندي ټینګار کوي. info

• الإسلام يُقَدِّر العهود، ويوجب الوفاء بها، ويجعل حفظها نابعًا من الإيمان، وملازمًا لتقوى الله تعالى.
اسلام د تړونونو درناوی کوي او په وفا یې د وجوب حکم کوي او د هغې لحاظ کول دایمان اصل او د پرهیزګارۍ دلوازماتو څخه ګڼي. info

• أَنَّ إقامة الصّلاة وإيتاء الزّكاة دليل على الإسلام، وأنهما يعصمان الدّم والمال، ويوجبان لمن يؤدّيهما حقوق المسلمين من حفظ دمه وماله إلا بحق الإسلام؛ كارتكاب ما يوجب القتل من قتل النفس البريئة، وزنى الزّاني المُحْصَن، والرّدّة إلى الكفر بعد الإيمان.
یقینا ودرول د لمانځه او ورکول د زکات دلیل دی په اسلام(دهغه شخص) او بیشکه دا دواړه ژغورونکي دي وینې او مال لره او واجبوونکي دي د هغه چا لپاره چې ادا کوي دې دواړو لره حقونه د مسلمانانو د مال او د وینې د حفاظت، مګر په حق د اسلام لکه هغه ګناه کول چې د هغې سزا قتل وي لکه ناحقه قتل کول، او د واده والا زناکار او د ایمان نه روسته کفر ته اوړیدل. info

• مشروعيّة الأمان؛ أي: جواز تأمين الحربي إذا طلبه من المسلمين؛ ليسمع ما يدلّ على صحّة الإسلام، وفي هذا سماحة وتكريم في معاملة الكفار، ودليل على إيثار السِّلم.
جواز د امان یعنې یو حربي کافر ته امن ورکول جایز دي کله یې چې د مسلمانانو نه وغواړي ددې لپاره چې واوري هغه څه چې دلیل دی په صحیحوالي د اسلام او په دې کې د کافرو سره په معامله کې عزت اواسانتیا ده اودلیل دی په اولویت ورکولوصلحې ته. info