د بندګانو د بېلوالي په موخه به د الله د تجلي (نور) له امله ځمکه رڼا شي، د خلکو د کړنو پاڼې به وغوړول شي، نبيان به راوستل شي، د محمد صلی الله عليه وسلم امت به راوستل شي تر څو د نبيانو لپاره د هغوی پر قومونو شاهدي ورکړي، الله به د هغوی ټولو ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړي، په دغه ورځ به پرهغوی ظلم نه کيږي، د انسان په بدۍ کې به زيادت نه راځي او نه به يې نيکي کميږي.
او الله به هر چاته بشپړه بدله ورکړي، هغه که عمل يې ښه وي او که بد، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې کوي، د هغوی له ښو او بدو کړنو هيڅ هم ترې پټ نه دي، او په دغه ورځ به هغوی ته يې د کړنو بدله ورکړي.
هغوی ته به د سپکاوي، د الله له لورېينې او اوره د وتلو د ناهيله کولو په توګه وويل شي: د دوزخ له دروازو ننوځئ، تل به پکې ياست، د حق پر وړاندې د لويي کوونکو کبرجنو ځای بد او ناوړه دی.