ای خلکو! که چېرې تاسو په خپل رب کفر وکړئ نو هغه ستاسو د ایمان څخه بې پروا دی، او ستاسو کفر ورته زیان نه رسوي، بلکې ستاسو د کفر زیان تاسو ته راګرځي، خو خپلو بندګانو ته نه خوښوي چې کفر پرې وکړي، او نه ورته په کفر امر کوي؛ ځکه چې الله په بدکارۍ او ناکاره کار امر نه کوي، او که چېرې د الله په نعمتونو د هغه شکر وکړئ او ایمان پرې راوړئ نو شکر مو خوښوي، او ثواب به پرې درکړي، او یو نفس به د بل نفس ګناه نه باروي، بلکې هر نفس په خپلو کړنو ګرو دی، بیا مو یوازې خپل رب ته د قیامت په ورځ ورګرځېدل دي، نو په هغه کړنو به خبر درکړي چې په دنیا کې مو ترسره کول، او په خپلو عملونو به بدله درکړي، بېشکه هغه پاک ذات د خپلو بندګانو په زړونو پوه دی، د دې زړونو څخه هېڅ هم ترې پټ نه دي.
او که هغه څوک چې د الله تعالی منونکی دی د شپې وختونه خپل رب ته سجده کوونکي او ودرېدونکي حالت کې تېروي، د آخرت له عذاب څخه ډارېږي، او خپل رب څخه هیله لري، غوره دی؟ او که هغه کافر چې په سختۍ کې د الله عبادت کوي او په اسانۍ کې پرې کفر کوي، او له الله سره نور شریکان ګرځوي؟! ای رسوله! ته ورته ووایه: آیا هغه کسان چې پوهېږي په هغه څه چې الله پرې واجب کړي د الله د پېژندنې له کبله، او هغه کسان چې دا هېڅ هم نه پېژني؟! بېشکه د دې دواړو ډلو تر منځ توپېر یوازې د سمو عقولونو خاوندان پېژني.