هغوی ته يې د شرک او ګناهونو بدو کړنو سزا ورسېدله، او له دغو حاضرو مشرکانو چې چا پر ځانونو د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، هغوی ته به يې د بدو کړنو سزا ورسيږي، او له الله څخه به هيڅکله پاتې نه شي او نه به پرې برلاسي شي.
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته ووایه چې د شرک او ګناهونو ترسره کولو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی: د الله له رحمت او خپلو ګناهونو له بښنې مه ناهيلې کېږئ، له شک پرته الله د هغه چا ټول ګناهونه بښي چې توبه وباسي، او بیشکه همغه توبه اېستونکو ته د ګناهونو څخه بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی.