او يا په تقدير دليل وړاندې کړي چې ووايي: که الله ماته توفيق راکړی وای، زه به هم د هغه پرهیزکارانو څخه وای، چې امرونه به مې منلای او له نهيو به مې ډډه کولای.
حالت داسې نه دی لکه ته چې د لارښوونې هيله کوې، له شک پرته زما آيتونه درته راغلي وو، تا درواغ وګڼل او لويي دې وکړه او ته پر الله، د هغه پر نښانو او استازو له کفر کوونکو څخه وې.
او الله به هغه خلک د بريا ځای ته چې جنت دی په ننه اېستلو اور ته له داخلولو و ساتي چې له پالونکي يې د امرونو په پرځای کولو او له نهيو يې په ډډه کولو سره وېريږي، عذاب به ورته ونه رسیږي او نه به د دنيا د برنامو په پاتې کېدلو خپه کيږي.
اې رسوله! دغه مشرکان چې د بوتانو عبادت ته دې راګرځوي ورته ووايه: اې له خپل پالونکي ناپوهانو تاسو ماته امر کوئ چې له الله پرته د بل چا عبادت وکړم؟! حال دا چې د عبادت مستحق نه دی مګر یو الله، هيڅکله به له هغه پرته د بل چا عبادت ونه کړم
او ای رسوله! الله تاته او له تا مخکې نورو رسولانوته وحي کړې: که دې له الله سره د بل چا عبادت هم وکړ ، د نېک عمل بدله به دې له منځه يوسي او په دنیا کې د ديني تاوان له امله او په آخرت کې د سزا ليدلو له امله به له زيانمنو څخه شې.
او مشرکانو د الله په حقه درناوی ونه کړ، کله يې چې له بې وسو کمزورو مخلوقاتو نور ورسره شريک کړل، او د الله د قدرت له هغو ښکاره نښانو بې خبره شول، چې ځمکه له دومره غرونو، ونو، ويالو او دريابونو سربېره د قيامت په ورځ به د هغه په موټي کې وي، او اوه اسمانونه به يې په ښي لاس کې رانغښتي وي، او هغه له هغه څه پاک او لوړ دی چې مشرکان يې وايي او عقیده يې لري.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• الكِبْر خلق ذميم مشؤوم يمنع من الوصول إلى الحق.
لويي يو بد او ناوړه خوی دی، چې حق ته له رسېدو منع کوونکی دی.