مشرکانو له الله پرته خپل بوتان داسې سفارش کوونکي نيولي چې ځانو ته د ګټې هيله ترې لري، ای رسوله ورته ووايه: ايا تاسو هغوی سفارشیان نيسئ که څه هم هغوی نه تاسو ته او نه ځانونو ته د هيڅ واک لري او نه عقل لري، هغوی داسې ګونګي جمادات دي چې نه خبرې کوي، نه اوري، نه لیدل کولای شي، نه ګټه رسوي او نه ضرر؟!.
او کله چې يوازې الله ياد شي، د هغو مشرکانو زړونه کرکه کوي چې پر آخرت او پر هغه څه باور نه لري چې په آخرت کې کوم بېرته راپاڅېدل، حساب او بدله ده، او کله چې هغه بوتان ياد شي چې هغوی يې له الله پرته عبادت کوي، نو يودم هغوی خوښ او خوشحاله شي.
ای رسوله! ووايه: يا الله له مخکينۍ بېلګې پرته د اسمانونو او ځمکې پيداکوونکيه، په پټو او ښکاره و پوه (الله)! له تا څخه له دغه هيڅ هم نه دي پټ، يوازې ته د خپلو بندګانو تر منځ د قيامت په ورځ په هغه څه کې پرېکړه کوې چې هغوی يې په اړه په دنيا کې لانجې کوي، نو حق به له باطله او نېکمرغه به له بدمرغه بېل کړې.
او که هغه کسان چې پر ځانونو يې د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، ټول هغه غوره شيان، مالونه او نور شيان او د هغه غوندې څو برابره نور ورسره د هغه سخت عذابه د ځان ژغورلو لپاره فديه کړي چې له بېرته را پورته کېدو وروسته يې وويني، خو دا هغوی لره نه دي، او که فرض کړل شي چې هغوی لره به دا وي، ترې وبه نه منل شي، او هغوی لره به د الله له لوري ډول ډول عذابونه ښکاره شي چې هغوی يې توقع نه لرله.