دوی لره له پورته خوا لوګی، لمبې او ګرمي ده، او له ښکته خوا هم لوګی، لمبې او ګرمي ده، دې یاد شوي عذاب باندې الله خپل بندګان ډاروي، ای زما بندګانو! له ما څخه زما د اوامرو په ترسره کولو او د نواهیو څخه په ځان ساتلو باندې ووېرېږئ.
او هغه کسان چې د بوتانو له عبادت څخه ځان ساتي او له هغه څه څخه چې له الله پرته یې عبادت کېږي، او الله ته په توبه کولو ورګرځېدلي، همدوی ته د مرګ پر مهال، او په قبر او دقیامت په ورځ د جنت زېری دی، نو -ای رسوله- زما بندګانو ته زېری ورکړه.