هغه څه به ترې پټ شي چې استدلال يې پرې کولو؛ نو هيڅ به يې هم په ياد نه راځي او نه به ځينې له ځينو پوښتنه کولای شي ځکه په هغه ورځ به مصيبت ډېر سخت وي له دې امله چې هغوی به باور وکړي چې عذاب ته ورګرځېدونکي دي.
نو چا چې له دغو مشرکانو له کفره يې توبه و اېستله او پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړ او نېک عمل يې وکړ؛ نو ښايي پر هغه څه له برياليو څخه وي چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي وي چې ترې وېرېدل.
ای رسوله! ستا پالونکی هغه څه پيداکوي چې پيدا کول يې غواړي او چا ته چې غواړي د خپلې پيروۍ او نبوت لپاره يې غوره کوي، مشرکانو لره څه اختيار نشته تر څو پر الله نيوکه وکړي هغه پاک او سپېڅلی دی له هغو شريکانو چې له الله سره يې برخه والاجوړوي.
همغه الله پاک دی چې له هغه پرته بل مستحق دعبادت نشته، يوازې هغه لره په دنيا کې ستاينه ده او يوازې هغه لره په آخرت کې ستاينه ده او د هغه پرېکړه پلې کېدونکې ده چې هيڅ ردوونکی نه لري او يوازې هغه ته به د قيامت په ورځ د حساب او جزا لپاره ورګرځئ.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• العاقل من يؤثر الباقي على الفاني.
هوښيار هغه دی چې پاتې کېدونکي ته پر فنا کېدونکي لومړيتوب ورکوي.
• التوبة تَجُبُّ ما قبلها.
توبه مخکيني ګناهونه له منځه وړي.
• الاختيار لله لا لعباده، فليس لعباده أن يعترضوا عليه.
اختيار يوازې الله لره دی نه د هغه بندګانو لره؛ نو بندګانو لره نه ښایې چې پر الله نيوکه وکړي.
• إحاطة علم الله بما ظهر وما خفي من أعمال عباده.
د الله د پوهې چاپېروالی پر هغه څه چې ښکاره دي او پر هغه څه چې پټ دي د هغه د بندګانو له کړنو څخه.