که چېرې داسې نه وای چې هغوی ته يې د کفر او ګناهونو له امله الهي سزا رسېدلې وای؛ نو هغوی ته د رسول په نه لېږلو به يې په استدلال کولو سره ويل: ولې دې موږ ته رسول را ونه لېږلو چې موږ ستا د آيتونو پيروي کړې وای او پر هغو مو عمل کړی وای او د خپل پالونکي پر امر عمل کوونکي مؤمنان وای، که چېرې دا خبره نه وای؛ نو په سزا ورکولو کې به مو بيړه کړې وای، خو هغوی ته مو سزا ورکول وروسته کړل تر څو هغوی ته د رسول په لېږلومونږدهغوی عذرته دپاې ټکی کیږدو.
ای رسوله! دغو خلکو ته ووايه: راوړئ داسې کتاب چې د الله له لوري نازل شوی وي او له تورات او قرآن زيات لارښوونکی وي، که چېرې مو راوړ زه به يې پيروي وکړم که تاسو په هغه دعوی کې رېښتيني ياست چې کوئ يې چې تورات او قرآن کوډې دي.
که چېرې قريشو د هغه څه ځواب درنه کړ چې ورته رابللي دې دي چې داسې کتاب راوړي چې له تورات او قرآن څخه زيات لارښوونکی وي؛ نو باور وکړه چې د هغوی لخوا د تورات او قرآن درواغ ګڼل پرته له دليله دي، بلکې هغه يوازې د نفسي غوښتنو له امله دي، او له هغه چا زيات لارورکی بل څوک نشته چې د الله پاک له لارښوونې پرته د خپلو هوسونو پیروي کوي، پرته له شکه الله هغه ظالم قوم ته د هدايت او لارښوونې توفيق نه ورکوي چې پر الله يې د کفر له امله پر ځانونو ظلم کړی وي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• نفي علم الغيب عن رسول الله صلى الله عليه وسلم إلَّا ما أطلعه الله عليه.
له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د پټو(غیبو) د پوهې نفي کول پرته له هغه څه چې الله پرې خبر کړی وي.
• اندراس العلم بتطاول الزمن.
د زیات وخت په تېریدو سره د پوهې له منځه تلل.
• تحدّي الكفار بالإتيان بما هو أهدى من وحي الله إلى رسله.
کافرانو ته چلنج ورکول چې له هغې وحي غوره لارښوونه راوړي چې الله خپلو رسولانو ته کړې ده.
• ضلال الكفار بسبب اتباع الهوى، لا بسبب اتباع الدليل.
د کافرانو لار ورکي د هغوی د هوسونو د پيروۍ له امله ده نه د دليل د پيروۍ له امله.