کله چې هغه د سختې ځوانۍ عمر ته ورسېد او د ځواک له اړخه غښتلی شو؛ نو موږ هغه ته له نبوت مخکې د بني اسرائيلو په دين کې پوهاوی او علم ورکړ، لکه څرنګه مو چې موسی ته د هغه د پيروۍ له کبله بدله ورکړې ده همدارنګه په هر وخت او هر ځای کې نېکانو ته بدله ورکوو.
کله چې له موسی د قبطي وژنه ترسره شوه؛ نو سهار يې په ښار کې په وېره انتظار کولو چې څه به کيږي، هغه و چې هغه سړی چې پرون يې د قبطي دښمن پر خلاف مرسته او کمک ترې غوښتی و نن بيا د يو بل قبطي پر خلاف مرسته ترې غواړي، موسی هغه ته وويل: پرته له شکه ته يو بې لارې او څرګندې لار ورکۍ څښتن يې.