دغه کسان چې په ياد شويو صفتونو متصف دي الله به يې د عمل بدله دوه ځلې ورکړي؛ يو دا چي پر خپل کتاب يې په ايمان راوړلو صبر کړی وو او بل دا چې پر محمد صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړ کله چې هغه نبي شو او د خپلو نېکو اعمالو په ښېګڼو هغه ګناهونه له منځه وړي چې ترسره کړې يې دي او څه مو چې روزي ورکړې د خير په لارو کې يې لګوي.
او څومره داسې کلي دي چې د الله له نعمت يې نټه کړې او په ګناهونو او بدکارونو کې له بريده اوښتي دي، پر هغوی مو عذاب ورلېږلی او پرې تباه کړي مو دي، چې دغه ړنګ شوي يې هستوګنځي دي، خلک پرې تېريږي له اوسېدونکو وروسته يې يوازې لږ لاررويان پکې اوسېدلي دي او موږ هغه وارثان يو چې آسمانونه او ځمکې او څه چې په هغو کې دي مونږ یې وارثان کېږو.