کله چې موسی عليه السلام زموږ له څرګندو نښانو سره هغوی ته ورغی هغوی وويل: دا خو يوازې هغه درواغ دي چې موسی له ځانه جوړ کړي دي او موږ دغه په خپلو پخوانيو پلرونو کې نه وو اورېدلي.
د فرعون او د هغه د لښکرو لويي سخته شوه او پرته له کوم لامله يې د مصر په ځمکه کې له حقه لويي وکړه او له بېرته را ژوندي کېدو يې انکاروکړه، او دا ګومان يې وکړ چې د قيامت په ورځ به موږ ته د حساب او سزا لپاره نه را ګرځي.
فرعون او د هغه لښکرې مو ونيولې او په درياب کې مو په ډوبولو وغورځول او ټول تباه شول؛ نو فکر وکړه ای رسوله! چې د ظالمانو انجام او پايله څنګه شوه، چې انجام او پايله يې تباهي وه.