ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله پر تاسو شپه د تل لپاره همداسې اوږده کړي، چې د قيامت تر ورځې نه ختميږي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود شته چې تاسو ته د ورځې غوندې رڼا راولي؟! نو آيا دغه دليلونه نه اورئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې تاسو ته دغه راولي؟!.
ای رسوله! هغوی ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله ورځ درباندې د تل لپاره د قيامت تر ورځې اوږده کړي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود دی چې شپه درباندې راولي چې آرام پکې وکړئ او د ورځې د کار ستړيا څخه مو پکې په راحت شئ؟! نو آيا تاسې دغه دليلونه نه وينئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې دغه ټول درته راولي؟!.
او له هر امته به يې نبي حاضر کړو چې د هغوی پر کفر او درواغ ګڼلو به شاهدي ورکړي؛ نو له دغو امتونو څخه به درواغ ګڼونکو ته ووايو: راوړئ حجتونه او دلیلونه مو پر کفر او درواغ ګڼلو مو؛ نو د هغوی حجتونه به پرې شي[بې فائدې] او باور به وکړي چې هغه حق چې شک پکې نشته الله لره دی، او ترې پټ به شي هغه چې دوی جوړکړي وودالله سره کوم شريکان.
او کوم مالونه چې الله درکړي د هغو په بدل کې په آخرت کې څه ثواب ولټوه، داسې چې د خير په لارو کې يې ولګوه او همدارنګه له خوراک، څښاک، جامو او نورو نعمتونو څخه دې خپله برخه هم مه هېروه، خو چې د زيات لګښت بريد او لويۍ بريد ته نه وي رسېدلې، او له خپل پالونکي او د هغه له بندګانو سره ښه معامله کوه لکه څنګه چې الله پاک ستاسره ښه کړي دي او په ځمکه کې د ګناهونو په ترسره کولو او پيرويو په پرېښودلو ورانکاری مه کوه، بېشکه الله پر دغه څه په ځمکه کې ورانکاري نه خوښوي بلکې بد يې ګڼي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• تعاقب الليل والنهار نعمة من نعم الله يجب شكرها له.
د شپې او ورځې يو په بل پسې راتلل د الله له نعمتونو يو نعمت دی چې هغه لره يې شکر اېستل واجب دي.
• الطغيان كما يكون بالرئاسة والملك يكون بالمال.
سرکښي لکه څنګه چې د مشرۍ او پاچايۍ له امله کيږي همدارنګه د مال له امله هم کيږي.
• الفرح بَطَرًا معصية يمقتها الله.
د لويۍ له امله خوشحالي کول ګناه ده چې الله پرې په غوسه کيږي.