Salin ng mga Kahulugan ng Marangal na Qur'an - Salin sa Wikang Pashto ng Al-Mukhtasar fī Tafsīr Al-Qur’an Al-Karīm

Numero ng Pahina:close

external-link copy
60 : 28

وَمَاۤ اُوْتِیْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَمَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَزِیْنَتُهَا ۚ— وَمَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠

او څه چې مو پالونکي درکړي هغه څه دي چې لږ ګټه ترې اخلئ او د دنيا په ژوند کې ښکلا پرې کوئ او بيا ختميږي، او په آخرت کې چې له الله سره کوم لوی ثواب دی هغه غوره او زيات پاتې کېدونکی له هغه څه څخه چې په دنيا کې کومه توښه او د ښکلا توکي دي؛ نو آيا پر دغه نه پوهېږئ چې هغه څه ته لومړيتوب ورکړی چې پاتې کېدونکی دی پر هغه څه چې له منځه تلونکی دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 28

اَفَمَنْ وَّعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِیْهِ كَمَنْ مَّتَّعْنٰهُ مَتَاعَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ثُمَّ هُوَ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟

او چاته مو چې په آخرت کې د جنت او هلته په تلپاتې نعمتونو ژمنه ورکړې ده، نو هغه به هرومرو ور ګرځېدونکی وي، لکه څنګه مو چې هغه چاته داسې څه ورکړل چې د دنيا په ژوند کې له مال او ښکلا څخه پرې ګټه اخلي، بيا به د قيامت په ورځ اور ته له حاضر کړل شوو څخه وي.
info
التفاسير:

external-link copy
62 : 28

وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ اَیْنَ شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ كُنْتُمْ تَزْعُمُوْنَ ۟

او په کومه ورځ چې يې پالونکی په دې ويلو آواز ورته وکړي: چېرې دي زما هغه شريکان چې تاسو يې له ما پرته عبادت کولو او دا ګومان مو کولو چې هغوی زما شريکان دي؟. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 28

قَالَ الَّذِیْنَ حَقَّ عَلَیْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَغْوَیْنَا ۚ— اَغْوَیْنٰهُمْ كَمَا غَوَیْنَا ۚ— تَبَرَّاْنَاۤ اِلَیْكَ ؗ— مَا كَانُوْۤا اِیَّانَا یَعْبُدُوْنَ ۟

او کفر ته بلونکو کسانو چې عذاب پرې واجب شوی و وويل: اې زموږ پالونکيه! دغه کسان دي چې موږ يې لار ورکي کړي يو، موږ هغوی لار ورکي کړي دي، لکه څنګه چې موږ لار ورکي شوي يو، موږ له هغوی تاته بيزاري کوو چې هغوی موږ لمانځي، بلکې هغوی شيطانان لمانځي.
info
التفاسير:

external-link copy
64 : 28

وَقِیْلَ ادْعُوْا شُرَكَآءَكُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَرَاَوُا الْعَذَابَ ۚ— لَوْ اَنَّهُمْ كَانُوْا یَهْتَدُوْنَ ۟

ورته وبه ويل شي: خپل شريکان مو راوبولئ ترڅو له هغه رسوايۍ مو وباسي چې پکې ياست؛ نو هغوی به يې شريکان راوبولي خو هغوی به يې آواز ته ځواب ور نه کړي، چمتو شوی عذاب به وويني؛ نو وبه غواړي چې کاشکي په دنيا کې حق ته لار موندونکي وای. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 28

وَیَوْمَ یُنَادِیْهِمْ فَیَقُوْلُ مَاذَاۤ اَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

په کومه ورځ چې يې پالونکی په دې ويلو آواز ورته وکړي چې زما هغو رسولانو ته مو څه ځواب ورکړ چې درلېږلي مو وو. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 28

فَعَمِیَتْ عَلَیْهِمُ الْاَنْۢبَآءُ یَوْمَىِٕذٍ فَهُمْ لَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟

هغه څه به ترې پټ شي چې استدلال يې پرې کولو؛ نو هيڅ به يې هم په ياد نه راځي او نه به ځينې له ځينو پوښتنه کولای شي ځکه په هغه ورځ به مصيبت ډېر سخت وي له دې امله چې هغوی به باور وکړي چې عذاب ته ورګرځېدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 28

فَاَمَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَعَسٰۤی اَنْ یَّكُوْنَ مِنَ الْمُفْلِحِیْنَ ۟

نو چا چې له دغو مشرکانو له کفره يې توبه و اېستله او پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړ او نېک عمل يې وکړ؛ نو ښايي پر هغه څه له برياليو څخه وي چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي وي چې ترې وېرېدل. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 28

وَرَبُّكَ یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ وَیَخْتَارُ ؕ— مَا كَانَ لَهُمُ الْخِیَرَةُ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

ای رسوله! ستا پالونکی هغه څه پيداکوي چې پيدا کول يې غواړي او چا ته چې غواړي د خپلې پيروۍ او نبوت لپاره يې غوره کوي، مشرکانو لره څه اختيار نشته تر څو پر الله نيوکه وکړي هغه پاک او سپېڅلی دی له هغو شريکانو چې له الله سره يې برخه والاجوړوي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 28

وَرَبُّكَ یَعْلَمُ مَا تُكِنُّ صُدُوْرُهُمْ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟

او ستا پالونکی پوهيږي پر هغه څه چې د هغوی سيني يې پټوي او څه چې څرګندوي یې او له هغه څېزونو څخه هیڅ شی له هغه نه پټ ندی او زر ده چې بدله به يې ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 28

وَهُوَ اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— لَهُ الْحَمْدُ فِی الْاُوْلٰی وَالْاٰخِرَةِ ؗ— وَلَهُ الْحُكْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

همغه الله پاک دی چې له هغه پرته بل مستحق دعبادت نشته، يوازې هغه لره په دنيا کې ستاينه ده او يوازې هغه لره په آخرت کې ستاينه ده او د هغه پرېکړه پلې کېدونکې ده چې هيڅ ردوونکی نه لري او يوازې هغه ته به د قيامت په ورځ د حساب او جزا لپاره ورګرځئ. info
التفاسير:
Ilan sa mga Pakinabang ng mga Ayah sa Pahinang Ito:
• العاقل من يؤثر الباقي على الفاني.
هوښيار هغه دی چې پاتې کېدونکي ته پر فنا کېدونکي لومړيتوب ورکوي. info

• التوبة تَجُبُّ ما قبلها.
توبه مخکيني ګناهونه له منځه وړي. info

• الاختيار لله لا لعباده، فليس لعباده أن يعترضوا عليه.
اختيار يوازې الله لره دی نه د هغه بندګانو لره؛ نو بندګانو لره نه ښایې چې پر الله نيوکه وکړي. info

• إحاطة علم الله بما ظهر وما خفي من أعمال عباده.
د الله د پوهې چاپېروالی پر هغه څه چې ښکاره دي او پر هغه څه چې پټ دي د هغه د بندګانو له کړنو څخه. info