او كه چېرې هغوى تورات، انجيل او نور هغه چې له ربه يې ورته نازل شوي، جاري كړي واى نو خامخا به يې هم له پاسه او هم له پښو لاندې پريمانه روزي خوړله، ځينې يې په انصاف چلېدونكي خلك دي، او زياتره يې بد كړه وړه كوي.
ورته وايه اې اهل كتابو! تر هغه به تاسو په هيڅ شي (حساب) نه ياست، څو چې تورات، انجيل، او هغه نور څه مو چې له ربه درنازل شوي، جاري نه كړئ، او څه دې چې د رب له خوا درنازل شوي، خامخا د هغوى د زياترو سرغړاوى او كفر زياتوي نو پر كافرانو خلكو مه خپه كيږه.
بې شكه چا چې ايمان راوړى (په خوله) او څوك چې يهوديان شوي او ستورلمانځونكي او نصرانيان چا چې (له دوى نه رښتينى) ايمان راوړو په الله او آخرت ورځ او سم كارونه يې وكړل، نو پر هغو نه څه وېره شته او نه به دوى خپه كيږي.
له بنى اسرائيلو مو پوخ لوز واخيست او هغوى ته مو (ډېر) رسولان هم ورولېږل خو هركله چې دوى ته به يو رسول له هغه حكم سره راغى چې نفسونو به يې نه خوښولو نو بيا يې ځينى دروغجن ګڼل او ځينى يې وژل.