الله وفرمايل: (دا دى) زه يې درته را نازلوونكى يم خو كه تاسي نه له دې وروسته هم څوك كافر شي نو هغه به داسې عذابوم چې له نړيوالو به هيڅوك هغه شان نه عذابوم.
كله چې الله وويل: ای عيسى د مريمى زويه! آيا تا خلكو ته ويلي و چې: الله نه پرته ما او زما مور دوه خدایان (په عبادت) ونيسئ؟ ويلې: تا لره پاكي ده! ما ته نه دي (مناسب) چې داسې څه ووایم كوم چې ما ته حق نه و، كه ما څه ويلي وي نو ته خامخا ورباندې پوه يې، ته په هغه څه ښه پوهېږې چې زما په زړه كې دي او زه په هغه نه پوهېږم چې ستا په نفس كې دي، بې شكه همدا ته په غيبو ښه پوهېدونكى يې.
بل څه مى نه دي ورته ويلي پرته له هغه چې تا يې راته امر كړى و، دا چې يوازې الله ولمانځئ زما او ستاسو رب، او زه تر هغه پرې څارونكى وم چې په دوى كې وم، خو كله دې چې دې درواخيستم نو خپله ته ورباندې څارونكى وې او همدا ته په هر څه څارونكى يې.
الله وفرمايل: دا هغه ورځ ده چې رښتينو ته به يې خپله رښتينولي ګټه رسوي، د هغوى لپاره به داسې جنتونه وي چې ترې لاندې به ويالې بهيږي تل ترتله اوسېدونكي پكې، الله هغوى نه راضي او دوى هغه نه راضي شول، همدا ستر برياليتوب دى.