ورته وايه اى اهل كتابو! آيا تاسو له دې پرته نور د څه غچ را څخه اخلئ چې موږ پر الله ايمان راوړى او پر هغه چې موږ ته نازل شوي او څه چې مخکې نازل شوي او (بل) دا چې ستاسو زياتره فاسقان دي.
ورته وايه: آيا هغه خلك دروښايم چې د الله په نزد د سزا له مخى له دې هم بد وي؟ هر هغه څوك چې الله رټلي، غضب يې پرى كړى او بيزوګان او خنزيران يې ترې جوړ كړي او غير الله يې لمانځلى همدا خلك په مرتبه كى ډېر بد او له سمې لارې ډېر بې لارې دي.