او چې ورته وويل شي هغه (حكم ) ته راشئ چې الله رانازل كړى او رسول ته راشئ وايي هغه (تګلاره) مو بس ده چې پر هغې مو خپل پلرونه موندلي، آيا كه څه هم پلرونه يې نه په څه پوهېدل او نه يې سمه لار موندلې وه.
ای مومنانو! كله چې ستاسو كوم يو د مرګ وخت راشي نو د وصيت پر مهال يې ستاسو (مسلمانانو) نه د دووكسانو عادلانو شاهدي ده او يا له تاسي پرته دوه نورو كسانو، كه چېرې مو په ځمكه كې سفر كړى و او بيا د مرګ مصيبت در ورسي، او كه څه شك مو وكړ نو دواړه به لمانځه نه وروسته راستانه كړئ، دوى به په الله قسم كوي چې موږ په دى (شاهدي) څه نه پيرو كه څه هم خپلوان مو وي او نه د الله شاهدي پټوو، بيا خو به موږ خامخا له ګناهګارانو څخه يو.
دا كار دې ته ډېر نږدې دى چې خلك به شاهدي ووايي څنګه چې ښايي او يا به وډار شي چې د هغوى له قسمونو وروسته به يې قسمونه رد كړى شي او الله نه وېره كوئ او خبره واورئ، او الله سرغړونكو خلكو ته سمه لار نه ښايې.