ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

رقم الصفحة:close

external-link copy
78 : 5

لُعِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ عَلٰی لِسَانِ دَاوٗدَ وَعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ ؕ— ذٰلِكَ بِمَا عَصَوْا وَّكَانُوْا یَعْتَدُوْنَ ۟

له بني اسرائيلو چې څوك كافران شوي هغوى (ټول) د داود او د مريمې زوى عيسى په ژبه رټل شوي دي، دا ځكه چې سرغړونه يې وكړه او تېرى به يې كولو. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 5

كَانُوْا لَا یَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُّنْكَرٍ فَعَلُوْهُ ؕ— لَبِئْسَ مَا كَانُوْا یَفْعَلُوْنَ ۟

هغوى به يو بل له هغه ناوړه كاره نه ايسارول چې كولو به يې، يقيناً ډېر بد وو څه چې دوى كول. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 5

تَرٰی كَثِیْرًا مِّنْهُمْ یَتَوَلَّوْنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ اَنْفُسُهُمْ اَنْ سَخِطَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَفِی الْعَذَابِ هُمْ خٰلِدُوْنَ ۟

زياتره يې ګورې چې له كافرانو سره ملګرتيا كوي خامخا ډېر بد دي څه يې چې خپلو ځانو ورته وړاندې كړي، هغه دا چې الله پرې غضب كړى او همدوى به په عذاب كې تلپاتي وي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 5

وَلَوْ كَانُوْا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالنَّبِیِّ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مَا اتَّخَذُوْهُمْ اَوْلِیَآءَ وَلٰكِنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟

او كه چېرى يې په رښتيا الله منلى وى او دا نبى او څه چې هغه ته نازل شوي نو هغوى به يې په ملګرتيا نه نيول خو له دوى نه زياتره فاسقان دي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 5

لَتَجِدَنَّ اَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الْیَهُوْدَ وَالَّذِیْنَ اَشْرَكُوْا ۚ— وَلَتَجِدَنَّ اَقْرَبَهُمْ مَّوَدَّةً لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰی ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّ مِنْهُمْ قِسِّیْسِیْنَ وَرُهْبَانًا وَّاَنَّهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟

ته به د مومنانو په دښمنۍ كې تر ټولو سخت يهوديان او مشركان بيامومې، او مومنانو ته په دوستۍ كې به ډېر نږدې هغه خلك مومې چې وايي موږ نصرانيان يو، دا ځكه چې په دوى كې (ځينې) یې پوهان او عبادت كوونكي دي او دوى لويي نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 5

وَاِذَا سَمِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَی الرَّسُوْلِ تَرٰۤی اَعْیُنَهُمْ تَفِیْضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوْا مِنَ الْحَقِّ ۚ— یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اٰمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشّٰهِدِیْنَ ۟

او كله چې هغه څه واوري كوم چې دې رسول ته نازل شوي نو ته به ګورې چې په سترګو كې يې حق پېژندو سره اوښكې ډنډيږي، وايي زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو له شاهدي ويونكو سره مو وليكه. info
التفاسير: