വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
65 : 5

وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْكِتٰبِ اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَلَاَدْخَلْنٰهُمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

او كه چېرې اهل كتابو ايمان راوړى او تقوى يې غوره كړې واى نو موږ به يې خامخا ګناهونه رژولي او د نعمتونو باغونو ته به مو ننوېستلي واى. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 5

وَلَوْ اَنَّهُمْ اَقَامُوا التَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِمْ مِّنْ رَّبِّهِمْ لَاَكَلُوْا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ ؕ— مِنْهُمْ اُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ ؕ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ سَآءَ مَا یَعْمَلُوْنَ ۟۠

او كه چېرې هغوى تورات، انجيل او نور هغه چې له ربه يې ورته نازل شوي، جاري كړي واى نو خامخا به يې هم له پاسه او هم له پښو لاندې پريمانه روزي خوړله، ځينې يې په انصاف چلېدونكي خلك دي، او زياتره يې بد كړه وړه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 5

یٰۤاَیُّهَا الرَّسُوْلُ بَلِّغْ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ ؕ— وَاِنْ لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْكٰفِرِیْنَ ۟

اې رسوله! څه دې چې د رب له خوا درنازل شوي هغه (خلكو ته) ورسوه او كه داسې دې ونه كړل نو د هغه پيغام دې سم نه دى رسولى، او د خلكو له شره به دې الله ساتي، بې شكه الله كافر قوم ته (د بري) لاره نه ښايي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 5

قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لَسْتُمْ عَلٰی شَیْءٍ حَتّٰی تُقِیْمُوا التَّوْرٰىةَ وَالْاِنْجِیْلَ وَمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ ؕ— وَلَیَزِیْدَنَّ كَثِیْرًا مِّنْهُمْ مَّاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ طُغْیَانًا وَّكُفْرًا ۚ— فَلَا تَاْسَ عَلَی الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟

ورته وايه اې اهل كتابو! تر هغه به تاسو په هيڅ شي (حساب) نه ياست، څو چې تورات، انجيل، او هغه نور څه مو چې له ربه درنازل شوي، جاري نه كړئ، او څه دې چې د رب له خوا درنازل شوي، خامخا د هغوى د زياترو سرغړاوى او كفر زياتوي نو پر كافرانو خلكو مه خپه كيږه. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 5

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَادُوْا وَالصّٰبِـُٔوْنَ وَالنَّصٰرٰی مَنْ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟

بې شكه چا چې ايمان راوړى (په خوله) او څوك چې يهوديان شوي او ستورلمانځونكي او نصرانيان چا چې (له دوى نه رښتينى) ايمان راوړو په الله او آخرت ورځ او سم كارونه يې وكړل، نو پر هغو نه څه وېره شته او نه به دوى خپه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 5

لَقَدْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ وَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهِمْ رُسُلًا ؕ— كُلَّمَا جَآءَهُمْ رَسُوْلٌۢ بِمَا لَا تَهْوٰۤی اَنْفُسُهُمْ ۙ— فَرِیْقًا كَذَّبُوْا وَفَرِیْقًا یَّقْتُلُوْنَ ۟ۗ

له بنى اسرائيلو مو پوخ لوز واخيست او هغوى ته مو (ډېر) رسولان هم ورولېږل خو هركله چې دوى ته به يو رسول له هغه حكم سره راغى چې نفسونو به يې نه خوښولو نو بيا يې ځينى دروغجن ګڼل او ځينى يې وژل. info
التفاسير: