هغه کسان چې د هغه محمد صلی الله عليه وسلم پيروي کوي کوم چې داسې نالوستی نبي دی چې نه لولي او نه ليکل کوي، بلکې يوازې خپل پالونکی يې وحي ورته کوي او هغه داسې دی چې هغوی يې نوم، صفت او نبوت په هغه تورات کې ليکلی مومي چې پر موسی عليه السلام نازل کړل شوی او انجيل کې چې پر عيسی عليه السلام نازل کړل شوی، پر هغه څه امر ورته کوي چې نېکي او ښېګنه يې پېژندل شوې او له هغه څه يې را ګرځوي چې په صحيح عقلونو او سالمو فطرتونو کې يې بدي پېژندل شوې ده او د خوراک او څښاک له توکو او نکاح څخه يې هغه خوندور څه ورته روا کړي دي چې زيان پکې نه وي، او له هغو يې خبيث شيان پرې ناروا کړي دي او هغه سخت تکاليف يې ترې لېرې کړي دي چې پرې مکلف کېدل به، لکه د قاتل د وژلو وجوب هغه که بيا په لوی لاس و او که په تېروتنه، نو چا چې له بني اسرائيلو او نورو خلکو پرې ايمان راوړی دی، د هغه درناوی او احترام يې کړی او د هغو کافرانو پر خلاف يې مرسته ورسره کړې چې دښمني ورسره لري، او د هغه قرآن پيروي يې کړې چې پرې نازل کړل شوی، لکه د لارښوونکي رڼا، همدوی داسې بريالي دي چې هغه څه به ترلاسه کوي چې غواړي يې او له هغه څه به ساتل کيږي چې ترې ډاريږي.
ووایه -ای پیغمبره-: ای خلکو! بیشکه زه تاسو ټولو عربو او عجمو ته د الله تعالی استازی یم، د هغه الله تعالی چې خاص هغه لره بادشاهي د اسمانونو ده، او خاص هغه لره بادشاهي د ځمکې ده، نشته څوک حقدار د بندګۍ په حقه سره پرته له هغه پاک ذات نه، مړي ژوندي کوي، او ژوندې مړه کوي، نو -ای خلکو- تاسو په الله تعالی ایمان راوړئ، او ایمان راوړئ پر محمد -صلی الله علیه وسلم- داسې پیغمبر دی چې لوستل او لیکل نشي کولی، بلکې د خپل رب له طرف نه یې وحي راوړې، داسې پیغمبر دی چې ایمان لري په الله تعالی، او ایمان لري په هغې وحي چې ده ته راغلې او په هغه کتابونو چې د دې نه په مخکې پیغمبرانو راغلي ده پرته له فرق کولو نه په دوی کې، او تاسو د هغه تابعداري وکړئ په هغې وحي کې چې ده ته د هغه د رب د طرف نه راغلې؛ په دې امید چې تاسو روان شئ هغې لارې ته چې ستاسو د دنیا او اخرت ښېګڼه پکې ده.
• من صور عدل الله عز وجل إنصافه للقِلَّة المؤمنة، حيث ذكر صفات بني إسرائيل المنافية للكمال المناقضة للهداية، فربما توهَّم متوهِّم أن هذا يعم جميعهم، فَذَكَر تعالى أن منهم طائفة مستقيمة هادية مهدية.
د الله د عدالت له بڼو څخه دا هم ده چې د مؤمنې ډلې په اړه يې انصاف وکړ، چې د بني اسرائیلو له لارښوونې او بشپړتیا سره ټکر صفتونه يې بيان کړل؛ نو کیدی شي یو وهم کوونکي دا وهم کړی وي چې دا -صفتونه- دوی ټولو ته شامل دی، نو الله تعالی یادونه وکړه چې لدوی څخه یوه ډله په سمه او د هدایت په لار لارښوونه شوې ده.