او بیشکه مونږ پیدا کړي د جهنم لپاره ډیر د پیریانو نه، او ډیر د انسانانو نه؛ ځکه مونږ پر دې پوهېدو چې دوی به د جهنمیانو کارونه کوي، دوی زړونه لري خو داسې څه پرې نه شي راګیرولوي چې دوی په خپل ګټه او تاوان پوه شي، او دوی لره سترګي هم شته خو لیکن په نفسونو او کایناتو کې پرې د الله تعالی د قدرت نښې نه شي لیدلی چې عبرت ترې واخلې، او دوی لره غوږونه هم شته خو لیکن د الله تعالی آیتونه پرې نشي اوریدلی چې پدې کې غور او سوچ وکړي، دغه کسان چې دا صفات لري د عقل په نشتوالي کې د څارویو په شان دي، بلکې د څارویو نه هم ډېر لرې دي په ګمراهۍ کې، دغه کسان بې خبره دي د ایمان نه په الله تعالی او په ورځې د آخرت.
او خاص الله پاک لره دي خایسته نومونه هغه چې د هغه په لویۍ او کمال دلالت کوي، نو تاسو وسیله ونیسئ په دې نومونو سره الله تعالی ته په غوښتلو د هغه څه کې چې تاسو يې غواړئ او په دې نومونو سره د الله تعالی ثنا بیان کړئ، او پریږدئ هغه څوک چې کږیږي د حق نه په دې نومونو کې داسې چې د الله تعالی نه پرته بل چاته دا نومونه ورکوي، او یا يې د الله تعالی څخه منفي کوي، او یا يې په معنا کې تحریف کوي او یا د الله تعالی سره بل څوک مشابه کوي، زر دی خامخا مونږ به دې خلکو ته چې د حق نه کږیږي سزا ورکړو: دردناک عذاب په سبب د هغو کارونو چې دوی کول.
او د هغه چا نه چې مونږ پیدا کړي؛ یوه ډله ده چې بیان کوي خپلو ځانونو ته په حق سره، او نور خلک هم دې حق ته رابولي نو هغوی هم هدایت بیانوي، او په دې حق سره په انصاف فیصلې کوي نو ظلم زیاتی نه کوي.
آیا سوچ او فکر نه کوي دا دروغ ګڼونکي د الله تعالی آیتونو لره او د هغه پیغمبر لره، نو خپل عقلونه په کار واچوي د دې لپاره چې دوی ته ښکاره شي چې بیشکه محمد صلی الله علیه وسلم لیونی ندی، بلکې دې د الله تعالی له طرفه یو پیغمبر دی د دې لپاره یې رالیږلی چې خلک د الله تعالی له عذاب څخه په ډاګه وویروي.
آیا نه ګوري دا خلک د اعتبار په سترګو د الله تعالی بادشاهئ ته په اسمانونو او ځمکه کې، او وګوري هغه څه ته چې الله تعالی په دې کې پیداکړي د حیواناتو او نباتاتو او نورو مخلوقاتو نه، او سوچ وکړي په خپلو هغو نیټو کې چې کیدای شي د هغې اخر وخت رانږدې شوی وي نو مخکې د وخت د ختمیدو نه توبه وباسي، نو کله چې دوی په قران باندې ایمان نه راوړي او په هغو زیرو او ویرو باندې چې په دې کتاب کې دي نو په کوم کتاب به ایمان راوړي؟!
پوښتنه کوي ستا څخه -ای پیغمبره- دا دروغجن ګڼوونکي او لویي کوونکي د قیامت نه: چې کله به دا قایمیږي او په دې به علم راوړل کیږي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: نشته علم د دې زما سره او زما نه پغیر د بل چا سره، بلکې علم د دې یوازې خاص د الله تعالی سره دی، نه ښکاره کوي دې لره خپل ټاکل شوي وخت ته مګر هغه ذات چې دې لره یې وخت ټاکلی، پټ دی وخت د ښکاره کیدو د دې د اسمانونو او ځمکو والاوو باندې، نه به راځي تاسو ته دا مګر ناڅاپه، دوی ستا څخه د قیامت باره کې داسې پوښتنه کوي ګویا کې ته حرص کوونکی یې د علم حاصلولو نه په قیامت باندې، او دوی ته دا پته نشته چې بیشکه ستا څخه د قیامت باره کې پوښتنه نشي کیدلی ستا د پوره علم نه ستا په رب باندې، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه علم د قیامت یوازې خاص د الله تعالی سره دی، خو لیکن ډیر دخلکو نه په دې خبره نه پوهیږي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• خلق الله للبشر آلات الإدراك والعلم - القلوب والأعين والآذان - لتحصيل المنافع ودفع المضار.
الله تعالی د انسانانو لپاره د درک او پوهې الات پیداکړي لکه -زړونه او سترګې او غوږونه- د فایدې اخستلو او ضرر دفع کولو لپاره.
• الدعاء بأسماء الله الحسنى سبب في إجابة الدعاء، فيُدْعَى في كل مطلوب بما يناسب ذلك المطلوب، مثل: اللهمَّ تب عَلَيَّ يا تواب.
د الله تعالی په ښایسته نومونو دعا غوښتل د هغې د قبلیدو سبب دی، نو په هر یو حاجت کې به د هغه مناسب نوم باندې دعا غوښتلی شي، لکه: ای توبه قبلوونکیه ذاته زما توبه قبوله کړې.
• التفكر في عظمة السماوات والأرض، والتوصل بهذا التفكر إلى أن الله تعالى هو المستحق للألوهية دون غيره؛ لأنه المنفرد بالصنع.
د اسمانونو او ځمکو په لویۍ کې فکر او سوچ کول، او پدې فکر او سوچ سره دې خبرې ته رسیدل چې بیشکه الله تعالی یواځې د عبادت مستحق دی پرته له بل چانه؛ ځکه چې هغه ذات یوازې جوړوونکی دی.