وَلَمَّا جَآءَ مُوْسٰی لِمِیْقَاتِنَا وَكَلَّمَهٗ رَبُّهٗ ۙ— قَالَ رَبِّ اَرِنِیْۤ اَنْظُرْ اِلَیْكَ ؕ— قَالَ لَنْ تَرٰىنِیْ وَلٰكِنِ انْظُرْ اِلَی الْجَبَلِ فَاِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهٗ فَسَوْفَ تَرٰىنِیْ ۚ— فَلَمَّا تَجَلّٰی رَبُّهٗ لِلْجَبَلِ جَعَلَهٗ دَكًّا وَّخَرَّ مُوْسٰی صَعِقًا ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَاقَ قَالَ سُبْحٰنَكَ تُبْتُ اِلَیْكَ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
او کله چې موسی -علیه السلام- د خپل رب د ملاقات لپاره راغی په خپل مقرر وخت کې، او هغه د څلویښتو شپو پوره والی و، او خپل رب ورسره خبرې وکړې په څه کې چې یې ورسره خبرې کولې د حکمونو او نواهیو او نورو څخه، د موسی -علیه السلام- د خپل رب لیدلو ته شوق وشو، نو د خپل رب څخه یې وغوښتل چې دی ورته وګوري، نو الله تعالی ورته جواب ورکړ: ته هیڅکله ما په دنیایي ژوند کې نشې لیدلی؛ ځکه چې ته د دې وسه او طاقت نه لرې، لیکن ته غر ته وګوره کله چې زه هغه ته ښکاره شم نو که چیرته هغه په خپل ځای پاتي شو او څه اثر یې پرې ونه کړ نو ژر دی چې ته به ما ووینې، او که چیرته دا غر د ځمکې سره برابر شو نو ته بیا ما لره هیڅکله په دنیا کې نشې لیدلی، نو هر کله چې الله تعالی د غره لورې ته جلوه وکړه نو ویې ګرځاوه هغه لره برابر د ځمکې سره، او موسی - علیه السلام- بې هوشه راپریوت، نو هر کله چې په هوش کې راغی د دغې بې هوشۍ نه ویې ویل: پاکي ده تا لره -ای ربه- پاکې د هر هغه څه نه چې ستا سره نه ښایې، دا دی ما تاته توبه وویستله د هغه څه نه چې ما ستا نه غوښتلي و ستا د لیدلو نه په دنیا کې، او بیشکه زه د لومړیو غاړه ایښودونکو څخه یم تا ته د خپل قوم نه.
التفاسير:
المُيسَّر
السعدي
البغوي
ابن كثير
الطبري