نو کله چې فرعونیانو باندې آبادي، د میوو رسیدل او ارزاني راغلل دوی وویل: دا مونږ ته ځکه راکړل شوي چې مونږ یې حقدار یو او مونږ پرې ځانګړې شوي یو، او که چیرته ورته څه تکلیف له وچکالۍ، قحط او ډیروالي د مرضونو او نورو مصیبتونو نه ورسیږي نو بیا بد پالي په موسی -علیه السلام- او د هغه په ملګرو له بنی اسراییلو څخه نیسي، او حق خبره دا ده چې دوی ته چې کوم مصیبتونه رسیږي دا ټول د الله تعالی له طرفه مقرر شوي، او د دوی او د موسی -علیه السلام- لپاره پدې کې هیڅ کار نشته مګر دوی ته د موسی -علیه السلام- بد دعایي (ښیراوې)، خو لیکن اکثر د دوی نه پوهیږي، نو دوی یې له الله تعالی پرته نور چاته منسوبوي.
او د فرعون قوم موسی -علیه السلام- ته د حق سره د ضد له وجې نه وویل: هره یوه نخښه او معجزه چې ته پرې مونږ ته راتګ کوې، او هر یو دلیل چې ته یې زمونږ د عقیدو په بطلان باندې راوړې د دې لپاره چې مونږ د خپلو عقیدو څخه واړوې، او هر دلیل چې ته یې راوړې په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی؛ نو مونږ هیڅکله په تا باندې ایمان نه راوړو.
نو مونږ په دوی باندې ډیرې اوبه راولیږلې چې دا سزا وه د دوی لپاره د دوی د دروغجن والي او ضد له وجې، نو د دوی فصلونه او میوې یې تباه کړې، او په دوی مو ملخان راولیږل نو د دوی کښت او فصلونه یې وخوړل، او په دوی مو واړه شانته حشره راولیږله چې سپږه ورته وایې چې فصلونو ته ضرر رسوي او یا انسان ته د هغه په ویښتو کې ضرر رسوي، او په دوی مو چونګښې راولیږلې نو د دوی لوښې ډک شول، او د دوی خوراکونه خراب شول، او دوی بې خوبه شول، او په دوی مو وینې راولیږلی نو د دوی د کوهیانو او ویالو اوبه وینې شوې، دا ټولې ښکاره شوې معجزې مو جدا جدا یو بل پسې راولیږلې، او سره د دې نه چې دوی ته کوم عذابونه ورسیدل دوی بیا هم په الله تعالی د ایمان راوړلو او د موسی په خبرو باندې د تصدیق کولو نه لویې وکړه، او دوی داسې یو قوم و چې ګناهونه به یې کول، او د باطل څخه به یې ډډه نه کوله، او د حق طرف ته نه تلل.
او کله چې دوی ته پدې شیانو عذاب ورسیده دوی موسی -علیه السلام- ته مخه کړه، او هغه ته یې وویل: ای موسی! دعا وغواړه مونږ لره ستا د رب نه په هغه وجه چې تاته یې پیغمبري درکړې، او په هغه وجه چې تاسره یې وعده کړې په اوچتولو د عذاب نه په توبې سره چې زمونږ څخه دا عذاب پورته کړي، نو که چیرته تا په توبې سره زمونږ څخه دا عذاب لرې کړ، نو مونږ به خامخا په تا ایمان راوړو، او ستا سره به بني اسرائیل ولیږو، او مونږ به یې خوشې کړو.