قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ

صفحہ نمبر:close

external-link copy
131 : 7

فَاِذَا جَآءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوْا لَنَا هٰذِهٖ ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّطَّیَّرُوْا بِمُوْسٰی وَمَنْ مَّعَهٗ ؕ— اَلَاۤ اِنَّمَا طٰٓىِٕرُهُمْ عِنْدَ اللّٰهِ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

نو کله چې فرعونیانو باندې آبادي، د میوو رسیدل او ارزاني راغلل دوی وویل: دا مونږ ته ځکه راکړل شوي چې مونږ یې حقدار یو او مونږ پرې ځانګړې شوي یو، او که چیرته ورته څه تکلیف له وچکالۍ، قحط او ډیروالي د مرضونو او نورو مصیبتونو نه ورسیږي نو بیا بد پالي په موسی -علیه السلام- او د هغه په ملګرو له بنی اسراییلو څخه نیسي، او حق خبره دا ده چې دوی ته چې کوم مصیبتونه رسیږي دا ټول د الله تعالی له طرفه مقرر شوي، او د دوی او د موسی -علیه السلام- لپاره پدې کې هیڅ کار نشته مګر دوی ته د موسی -علیه السلام- بد دعایي (ښیراوې)، خو لیکن اکثر د دوی نه پوهیږي، نو دوی یې له الله تعالی پرته نور چاته منسوبوي. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 7

وَقَالُوْا مَهْمَا تَاْتِنَا بِهٖ مِنْ اٰیَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا ۙ— فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِیْنَ ۟

او د فرعون قوم موسی -علیه السلام- ته د حق سره د ضد له وجې نه وویل: هره یوه نخښه او معجزه چې ته پرې مونږ ته راتګ کوې، او هر یو دلیل چې ته یې زمونږ د عقیدو په بطلان باندې راوړې د دې لپاره چې مونږ د خپلو عقیدو څخه واړوې، او هر دلیل چې ته یې راوړې په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی؛ نو مونږ هیڅکله په تا باندې ایمان نه راوړو. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 7

فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الطُّوْفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ اٰیٰتٍ مُّفَصَّلٰتٍ ۫— فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟

نو مونږ په دوی باندې ډیرې اوبه راولیږلې چې دا سزا وه د دوی لپاره د دوی د دروغجن والي او ضد له وجې، نو د دوی فصلونه او میوې یې تباه کړې، او په دوی مو ملخان راولیږل نو د دوی کښت او فصلونه یې وخوړل، او په دوی مو واړه شانته حشره راولیږله چې سپږه ورته وایې چې فصلونو ته ضرر رسوي او یا انسان ته د هغه په ویښتو کې ضرر رسوي، او په دوی مو چونګښې راولیږلې نو د دوی لوښې ډک شول، او د دوی خوراکونه خراب شول، او دوی بې خوبه شول، او په دوی مو وینې راولیږلی نو د دوی د کوهیانو او ویالو اوبه وینې شوې، دا ټولې ښکاره شوې معجزې مو جدا جدا یو بل پسې راولیږلې، او سره د دې نه چې دوی ته کوم عذابونه ورسیدل دوی بیا هم په الله تعالی د ایمان راوړلو او د موسی په خبرو باندې د تصدیق کولو نه لویې وکړه، او دوی داسې یو قوم و چې ګناهونه به یې کول، او د باطل څخه به یې ډډه نه کوله، او د حق طرف ته نه تلل. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 7

وَلَمَّا وَقَعَ عَلَیْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوْا یٰمُوْسَی ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— لَىِٕنْ كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ۚ

او کله چې دوی ته پدې شیانو عذاب ورسیده دوی موسی -علیه السلام- ته مخه کړه، او هغه ته یې وویل: ای موسی! دعا وغواړه مونږ لره ستا د رب نه په هغه وجه چې تاته یې پیغمبري درکړې، او په هغه وجه چې تاسره یې وعده کړې په اوچتولو د عذاب نه په توبې سره چې زمونږ څخه دا عذاب پورته کړي، نو که چیرته تا په توبې سره زمونږ څخه دا عذاب لرې کړ، نو مونږ به خامخا په تا ایمان راوړو، او ستا سره به بني اسرائیل ولیږو، او مونږ به یې خوشې کړو. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 7

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ اِلٰۤی اَجَلٍ هُمْ بٰلِغُوْهُ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟

نو هر کله چې به مونږ د دوی نه عذاب د یوې نیټې پورې لرې کړ مخکې د هلاکولو د دوی نه په غرقیدلو سره نو په دغه وخت کې به دوی ماتول هغه لوظونه چې په خپلو ځانونو یې لازم کړي وو له ایمان راړلو نه او د لیږلو د بنی اسرایېلو نه، نو دوی بیا همیشوالی وکړ په خپل کفر باندې، او د موسی -علیه السلام- سره یې د بني اسرائېلو د لیږلو نه ډډه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 7

فَانْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ بِاَنَّهُمْ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا وَكَانُوْا عَنْهَا غٰفِلِیْنَ ۟

نو هر کله چې پوره شوه د دوی د هلاکت معلومه نیټه مونږ په دوی باندې زمونږ عذابونه راولیږل په غرقیدلو د دوی په بحر کې په سبب د تکذیب د دوی په آیتونو د الله تعالی او په سبب د مخ اړولو د دوی له هغه حق نه؛ چې دا آیتونه پرې دلالت کوونکي دي اوهیڅ شک پکې نشته. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 7

وَاَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِیْنَ كَانُوْا یُسْتَضْعَفُوْنَ مَشَارِقَ الْاَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا ؕ— وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنٰی عَلٰی بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— بِمَا صَبَرُوْا ؕ— وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ یَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهٗ وَمَا كَانُوْا یَعْرِشُوْنَ ۟

او ورمو کړ بني اسرایېلو ته هغوی چې کمزوري به ګڼل فرعون او د هغه قوم د ځمکې د ختیځ او لویدیځ اړخونه، او لدې نه مراد د شام ښارونه دي، دا هغه ښارونه دي چې الله تعالی پکې برکت اچولی په راویستلو د فصلونو او د میوو د دې په ډیره ښه توګه، او پوره شوه ښایسته وعده د رب ستا -ای پیغمبره- هغه چې په دې آیت کې ذکر شوې ده: ((او مونږ غواړو چې احسان وکړو په هغو کسانو چې کمزوري کړی شوي وو په ځمکه کې او جوړ کړو مونږ دوی لره مشران د دین او جوړ کړو دوی لره وارثان د ځمکې).[القصص:۵]، نو الله تعالی دوی ته په ځمکه کې ځای ورکړ د دوی د صبر په وجه په هغو تکلیفونو چې دوی ته د فرعون او د هغه د قوم څخه رسیدلي وو، او وران کړل مونږ هغه فصلونه او د اوسیدو خونې چې دوی جوړول، او هغه چې دوی کوم قصرونه ودانول. info
التفاسير:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• الخير والشر والحسنات والسيئات كلها بقضاء الله وقدره، لا يخرج منها شيء عن ذلك.
خیر او شر، نیکي او بدي ټول د الله تعالی په فیصله او اندازه دي، هیڅ یو شي د دې نه بهر نشي وتلی. info

• شأن الناس في وقت المحنة والمصائب اللجوء إلى الله بدافع نداء الإيمان الفطري.
د مصیبت او تکلیف په وخت کې د خلکو حال دا وي چې الله تعالی ته پناه وړي د هغه ایمان له وجې چې د دوی په فطرت کې دی. info

• يحسن بالمؤمن تأمل آيات الله وسننه في الخلق، والتدبر في أسبابها ونتائجها.
مؤمن لره ښایې چې د الله جل جلاله نښانې د هغه په کړنلارو او مخلقواتو کې د فکر کولو له مخې وګوري او په پایلو او لاملونو کې فکر او سوچ وکړي. info

• تتلاشى قوة الأفراد والدول أمام قوة الله العظمى، والإيمان بالله هو مصدر كل قوة.
د خلکو او د ملکونو طاقتونه د الله تعالی د لوی قدرت او طاقت په مخکې ختمیدونکي دي، او په الله تعالی باندې ایمان لرل د هر قدرت مصدر دی. info

• يكافئ الله تعالى عباده المؤمنين الصابرين بأن يمكِّنهم في الأرض بعد استضعافهم.
الله تعالی خپلو صبرکوونکو مومنو بنده ګانو ته انعام او بدله ورکوي او هغه داسې چې په ځمکه کې ورله طاقت او ځای ورکوي وروسته د کمزوري ګڼل کیدلو د دوی نه. info