قرآن کریم کے معانی کا ترجمہ - المختصر فی تفسیر القرآن الکریم کا پشتو ترجمہ

صفحہ نمبر: 155:151 close

external-link copy
44 : 7

وَنَادٰۤی اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ اَصْحٰبَ النَّارِ اَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُّمْ مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا ؕ— قَالُوْا نَعَمْ ۚ— فَاَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَیْنَهُمْ اَنْ لَّعْنَةُ اللّٰهِ عَلَی الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

او اواز به وکړي د جنت اوسیدونکي خلک د اور اوسیدونکو ته وروسته د ننوتلو د هر یو نه خپل تیار شوي ځای ته: یقینا مونږ خو حاصل کړل هغه څه چې وعده یې کړې وه زمونږ سره رب زمونږ د جنت نه په ریښتیا سره، نو یقینا مونږ یې هغه ته داخل کړو، نو آیا تاسو حاصل کړل -ای کافرانو- هغه څه چې ویره پرې درکړې وه تاسو ته الله تعالی د اور نه په ریښتیا سره؟ نو کافران به ووایي: بیشکه مونږ بیاموندل هغه څه چې مونږ ته پرې ویره راکول شوې وه د اور نه په ریښتیا سره، نو اواز به وکړي یو اواز کوونکی پداسې حال کې چې د الله تعالی نه به دعا کوي چې وشړي ظالمان د خپل رحمت څخه، ځکه چې پرانیستې وې دوی لره الله دروازې د خپل رحمت خو دوی د هغې څخه په دنیا کې مخ اړولی و. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 7

الَّذِیْنَ یَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَیَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ۚ— وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ كٰفِرُوْنَ ۟ۘ

دا ظالمان هغه کسان دي چې پخپله د الله تعالی د لارې څخه مخ اړوي، او نور خلک هم په دې مجبوروي چې مخ ترې واړوي، او دا تمنا او ارزو کوي چې د حق لاره دې کږه وي؛ تر څو خلک پرې لاړ نشي، او خاص همدوی په آخرت باندې کافران دي هغه ته تیار ندي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 7

وَبَیْنَهُمَا حِجَابٌ ۚ— وَعَلَی الْاَعْرَافِ رِجَالٌ یَّعْرِفُوْنَ كُلًّا بِسِیْمٰىهُمْ ۚ— وَنَادَوْا اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ اَنْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ ۫— لَمْ یَدْخُلُوْهَا وَهُمْ یَطْمَعُوْنَ ۟

د دغو دواړو ډلو جنتيانو او دوزخيانو تر منځ به يو لوړ دېوال وي چې اعراف به نوميږي او پر دغه لوړ دېوال به هغه خلک وي چې نېکۍ او بدۍ يې سره برابرې شوي وي، هغوی به جنتيان د هغوی له نښانو څخه لکه د مخونو سپينوالي اودوزخيان د هغوی له نښانو لکه د مخونو توروالي څخه پېژني، دغه خلک به جنتيانو ته د هغوی د درناوي په موخه په داسې ويلو ور چېغې کړي پر تاسو دې سلامتيا وي، په دغه حال کې به د اعراف خلک جنت ته نه وي ننوتلي، خو د الله په لورېينه به هلته د ننوتلو هيله لري.
info
التفاسير:

external-link copy
47 : 7

وَاِذَا صُرِفَتْ اَبْصَارُهُمْ تِلْقَآءَ اَصْحٰبِ النَّارِ ۙ— قَالُوْا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟۠

او کله چې وګرځول شي سترګي د اعراف والاو د اور والاوو ته، او دوی وویني هغه سخت عذاب چې دوی پکې دي، دوی به دا وایې د الله تعالی نه به دعا غواړي چې: ای زمونږه ربه! ته مونږ مه ګرځوې د ظالم قوم سره په کفر او په شرک کولو سره په تا باندې. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 7

وَنَادٰۤی اَصْحٰبُ الْاَعْرَافِ رِجَالًا یَّعْرِفُوْنَهُمْ بِسِیْمٰىهُمْ قَالُوْا مَاۤ اَغْنٰی عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُوْنَ ۟

او اواز به وکړي د اعراف والا څه سړو ته د اور والاو د کافرانو نه چې پیژني به دوی په خپلو نښو باندې لکه د مخونو توروالی او د سترګو شینوالی دوی ته به وایې: فایده درنه کړه تاسو لره جمع کولو د مالونو او ډیروالي د سړو، او فایده درنه کړه تاسو ته ستاسو مخ اړولو د حق نه د لویۍ او ځان اوچتوالی د وجې نه. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 7

اَهٰۤؤُلَآءِ الَّذِیْنَ اَقْسَمْتُمْ لَا یَنَالُهُمُ اللّٰهُ بِرَحْمَةٍ ؕ— اُدْخُلُوا الْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَیْكُمْ وَلَاۤ اَنْتُمْ تَحْزَنُوْنَ ۟

او الله تعالی به کافرانو ته د رټنې په ډول ووایې: آیا دا هغه کسان دي چې تاسو قسمونه کول چې هیڅکله به ونه رسوي دوی ته الله تعالی رحمت د خپل طرفه؟! او الله تعالی به مومنانو ته ووایې: ننوځئ -ای مومنانو- جنت ته چې نه به وي هیڅ ویره په تاسو باندې د هغه څه باره کې چې تاسو ورسره مخامخ کیږئ، او نه به تاسو غمجن یاستئ د هغو برخو باره کې چې ستاسو نه په دنیا کې پاتې شوي د هغو همیشنیو نعمتونو د وجې نه چې تاسو ورسره مخامخ شوي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 7

وَنَادٰۤی اَصْحٰبُ النَّارِ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ اَنْ اَفِیْضُوْا عَلَیْنَا مِنَ الْمَآءِ اَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ ؕ— قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ حَرَّمَهُمَا عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ

او اواز به وکړي د اور والا د جنت والاوو ته چې د هغوی نه به غوښتونکي وي داسې به ووایې: پراخه کړئ راړول د اوبو په مونږ باندې -ای د جنت والاو-، او یا د هغه خوراکونو څخه چې الله تعالی تاسو ته درکړي، د جنت والا به ووایې: بیشکه الله تعالی حرام کړي دا دواړه شیان په کافرانو باندې د هغوی د کفر په وجه، او مونږ مرسته نشو کولی ستاسو سره په هغه څه کې چې الله تعالی په تاسو حرام کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 7

الَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا دِیْنَهُمْ لَهْوًا وَّلَعِبًا وَّغَرَّتْهُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۚ— فَالْیَوْمَ نَنْسٰىهُمْ كَمَا نَسُوْا لِقَآءَ یَوْمِهِمْ هٰذَا ۙ— وَمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَجْحَدُوْنَ ۟

دا کافران خاص همدوی هغه خلک دي چې ګرځول یې دي دین خپل مسخرې او تماشې، او دوکه کړي دوی لره ژوند دنیوي په خپل ښایست او ډول سره، نو پس د قیامت په ورځ به دوی الله تعالی په اور کې داسې پریږدي په شان د هیر کړی شوي، چې سخت عذاب ورته رسیږي لکه څرنګه چې دوی هیر کړی و ملاقات د قیامت د ورځې نو د هغه لپاره یې عمل نه دی کړی، او نه یې ورته تیاری کړی، او د وجې د انکار د دوی د الله تعالی په دلیلونو او د هغه په معجزاتو او په انکار کولو سره د هغې نه؛ سره د پوهې د دوی نه چې دا حق دي. info
التفاسير:
حالیہ صفحہ میں آیات کے فوائد:
• عدم الإيمان بالبعث سبب مباشر للإقبال على الشهوات.
په بیا راژوندي کېدلو باندې ایمان نه لرل خواهشاتو ته د لیوالتیا مباشر سبب دی. info

• يتيقن الناس يوم القيامة تحقق وعد الله لأهل طاعته، وتحقق وعيده للكافرين.
د قیامت په ورځ به خلک یقیني شي په ریښتیا کیدلو د وعدو دالله تعالی د هغه تابعداري کوونکو سره، او په ریښتیا کیدلو د هغه د ویرې ورکولو (عذاب ورکولو) کافرانو لره. info

• الناس يوم القيامة فريقان: فريق في الجنة وفريق في النار، وبينهما فريق في مكان وسط لتساوي حسناتهم وسيئاتهم، ومصيرهم إلى الجنة.
د قیامت په ورځ به خلک دوه ډلې وي: یوه ډله به په جنت کې وي او بله ډله به په اور کې وي، او د دې دواړو ډلو په منځ کې به یوه بله ډله وي لدې امله چې د هغوی نیکۍ او بدۍ سره برابر شوي، او د دوی اخیر ځای د ورتللو به جنت وي. info

• على الذين يملكون المال والجاه وكثرة الأتباع أن يعلموا أن هذا كله لن يغني عنهم من الله شيئًا، ولن ينجيهم من عذاب الله.
هغه کسان چې ډیر مال وقار او ډیر ملګري لري باید په دې پوهه شي چې دا ټول دوی لره د الله تعالی څخه هیڅ شی هم نشي کولی، او هیڅکله یې هم د الله تعالی د عذاب نه نشي بچ کولی. info