Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Muhtasar Kur'an-ı Kerim Tefsiri Peştuca Tercümesi

Sayfa numarası:close

external-link copy
138 : 7

وَجٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتَوْا عَلٰی قَوْمٍ یَّعْكُفُوْنَ عَلٰۤی اَصْنَامٍ لَّهُمْ ۚ— قَالُوْا یٰمُوْسَی اجْعَلْ لَّنَاۤ اِلٰهًا كَمَا لَهُمْ اٰلِهَةٌ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُوْنَ ۟

او هغه مهال مو بني اسرائیل له سمندر څخه واړول کله چې موسی (علیه السلام) هغه په خپله امسا وواهه او وچاودیده، نو دوی په داسې یو قوم باندې ورتیر شول چې هغوی همیشوالی کاوه په بندګۍ د خپلو بتانو چې د الله تعالی نه پرته یې د هغوی بندګي کوله، نو بني اسرایېلو موسی -علیه السلام- ته وویل: ای موسی! جوړ کړه مونږ لره یو بت چې مونږ یې بندګي کوو لکه څنګه چې دوی لره بتان دي او دوی یې پرته له الله تعالی نه بندګي کوي، موسی -علیه السلام- دوی ته وویل: ای زما قومه! یقینا تاسو داسې یو قوم یاست نه پوهیږئ په هغه څه چې د الله تعالی حق جوړیږي د هغه د توحید او لویۍ نه، او په هغه څه چې نه ښائې د هغه سره د شرک او د بل چا د بندګي نه. info
التفاسير:

external-link copy
139 : 7

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِیْهِ وَبٰطِلٌ مَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

یقینا دا کسان چې همیشه د خپلو بتانو بندګي کوي هلاک به کړي دوی لره هغه څه چې دوی پکې دي د غیر الله له بندګۍ نه، او باطلې هم دي ټولې هغه نیکیانې چې دوی یې کوي د دې وجې نه چې دوی په بندګۍ کې د الله تعالی سره بل څوک شریک کړي. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 7

قَالَ اَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْغِیْكُمْ اِلٰهًا وَّهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟

موسی -علیه السلام- خپل قوم ته وویل: ای زما قومه! زه څرنګه تاسو لره پرته له الله تعالی نه بل څوک حقدار د بندګۍ ولټوم چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي وکړئ، او حال دا چې تاسو لیدلي د هغه د غټو معجزاتو نه هغه چې تاسو لیدلي، او هغه پاک او لوی ذات تاسو غوره کړي یاست په مخلوقاتو د خپلې زمانې د هغو نعمتونو له وجې نه چې په تاسو یې کړي د هلاکولو د دښمن ستاسو نه، او وارثان ګرځول تاسو لره په ځمکه کې، او طاقت او قدرت درکول تاسو لره په دې ځمکه کې؟! info
التفاسير:

external-link copy
141 : 7

وَاِذْ اَنْجَیْنٰكُمْ مِّنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ یَسُوْمُوْنَكُمْ سُوْٓءَ الْعَذَابِ ۚ— یُقَتِّلُوْنَ اَبْنَآءَكُمْ وَیَسْتَحْیُوْنَ نِسَآءَكُمْ ؕ— وَفِیْ ذٰلِكُمْ بَلَآءٌ مِّنْ رَّبِّكُمْ عَظِیْمٌ ۟۠

او یاد کړئ -ای بني اسرایېلو- کله چې مونږ تاسو ته نجات درکړ په ازادولو ستاسو سره د ذلیل کولو د فرعون او د هغه د قوم نه تاسو لره، کله چې هغوی تاسو ته درکول مختلف ډولونه د سپکوالي د وژلو ستاسو نرانو بچو لره، او پریښودل د مېرمنو ستاسو د خپل خدمت لپاره، او په دې ازادولو ستاسو کې د فرعون او د هغه د قوم نه لوی امتحان و ستاسو د رب له طرف نه چې د هغه تقاضا ستاسو نه شکر ایستل دي. info
التفاسير:

external-link copy
142 : 7

وَوٰعَدْنَا مُوْسٰی ثَلٰثِیْنَ لَیْلَةً وَّاَتْمَمْنٰهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِیْقَاتُ رَبِّهٖۤ اَرْبَعِیْنَ لَیْلَةً ۚ— وَقَالَ مُوْسٰی لِاَخِیْهِ هٰرُوْنَ اخْلُفْنِیْ فِیْ قَوْمِیْ وَاَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِیْلَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

او الله تعالی د خپل پیغمبر موسی -علیه السلام- سره وعده وکړه د خپلو خاصو خبرو لپاره دیرشو شپو، بیا یې پوره کړې په زیاتوالي د لسو نورو شپو سره، نو ټولې څلویښت شپې شوې، او موسی -علیه السلام- خپل ورور هارون -علیه السلام- ته وویل: کله چې هغه د خپل رب ملاقات ته تللو: ای هارون! ته زما په قوم کې زما ځای ناستی شه، او د هغوی چارې برابروه په خایسته سیاست سره او په هغوی باندې په شفقت کولو سره، او د فسادیانو خلکو لاره مه تعقیبوه په کولو د ګناهونو سره، او د ګناهګارانو مددګار هم مه جوړیږه. info
التفاسير:

external-link copy
143 : 7

وَلَمَّا جَآءَ مُوْسٰی لِمِیْقَاتِنَا وَكَلَّمَهٗ رَبُّهٗ ۙ— قَالَ رَبِّ اَرِنِیْۤ اَنْظُرْ اِلَیْكَ ؕ— قَالَ لَنْ تَرٰىنِیْ وَلٰكِنِ انْظُرْ اِلَی الْجَبَلِ فَاِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهٗ فَسَوْفَ تَرٰىنِیْ ۚ— فَلَمَّا تَجَلّٰی رَبُّهٗ لِلْجَبَلِ جَعَلَهٗ دَكًّا وَّخَرَّ مُوْسٰی صَعِقًا ۚ— فَلَمَّاۤ اَفَاقَ قَالَ سُبْحٰنَكَ تُبْتُ اِلَیْكَ وَاَنَا اَوَّلُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او کله چې موسی -علیه السلام- د خپل رب د ملاقات لپاره راغی په خپل مقرر وخت کې، او هغه د څلویښتو شپو پوره والی و، او خپل رب ورسره خبرې وکړې په څه کې چې یې ورسره خبرې کولې د حکمونو او نواهیو او نورو څخه، د موسی -علیه السلام- د خپل رب لیدلو ته شوق وشو، نو د خپل رب څخه یې وغوښتل چې دی ورته وګوري، نو الله تعالی ورته جواب ورکړ: ته هیڅکله ما په دنیایي ژوند کې نشې لیدلی؛ ځکه چې ته د دې وسه او طاقت نه لرې، لیکن ته غر ته وګوره کله چې زه هغه ته ښکاره شم نو که چیرته هغه په خپل ځای پاتي شو او څه اثر یې پرې ونه کړ نو ژر دی چې ته به ما ووینې، او که چیرته دا غر د ځمکې سره برابر شو نو ته بیا ما لره هیڅکله په دنیا کې نشې لیدلی، نو هر کله چې الله تعالی د غره لورې ته جلوه وکړه نو ویې ګرځاوه هغه لره برابر د ځمکې سره، او موسی - علیه السلام- بې هوشه راپریوت، نو هر کله چې په هوش کې راغی د دغې بې هوشۍ نه ویې ویل: پاکي ده تا لره -ای ربه- پاکې د هر هغه څه نه چې ستا سره نه ښایې، دا دی ما تاته توبه وویستله د هغه څه نه چې ما ستا نه غوښتلي و ستا د لیدلو نه په دنیا کې، او بیشکه زه د لومړیو غاړه ایښودونکو څخه یم تا ته د خپل قوم نه. info
التفاسير:
Bu sayfadaki ayetlerin faydaları:
• تؤكد الأحداث أن بني إسرائيل كانوا ينتقلون من ضلالة إلى أخرى على الرغم من وجود نبي الله موسى بينهم.
د دې پیښو څخه داسې په ډاګه کیږي چې بنی اسرایېلو به یوه ګمراهي پریښودله او بله به یې شروع کوله سره لدې نه چې په دوی کې د الله تعالی پیغمبر موسی -علیه السلام- هم و. info

• من مظاهر خذلان الأمة أن تُحَسِّن القبيح، وتُقَبِّح الحسن بمجرد الرأي والأهواء.
د امت د کمزورۍ د څرګندو نښو څخه دا دي چې بد کار خایسته کړی شي، او خایسته کار بد کړی شي یوازې په فکر او خواهشاتو سره. info

• إصلاح الأمة وإغلاق أبواب الفساد هدف سام للأنبياء والدعاة.
د امت اصلاح او د فساد د دروازو بندول د پیغمبرانو او داعیانو لوی هدف دی. info

• قضى الله تعالى ألا يراه أحد من خلقه في الدنيا، وسوف يكرم من يحب من عباده برؤيته في الآخرة.
الله تعالی دا فیصله کړې چې په دنیا کې به یې هیڅوک د خپلو بندګانو څخه ونه ويني، او خامخا عزت به ورکړي هغه چا ته چې مینه ورسره کوي د خپلو بندګانو څخه په خپلو لیدلو په اخرت کې. info