Kur'an-ı Kerim meal tercümesi - Muhtasar Kur'an-ı Kerim Tefsiri Peştuca Tercümesi

Sayfa numarası:close

external-link copy
23 : 7

قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا ٚ— وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

ادم -علیه السلام- او حواء وویل: ای زمونږه ربه! مونږ زیاتی کړی په خپلو ځانونو باندې په کولو د هغه څه چې مونږ ترې منع شوي وو چې هغه خوراک د هغې ونې نه و، او که چیرې ته مونږ ته ونه بخښې ګناهونه زمونږ او رحم ونه کړې پر مونږ باندې په خپل رحمت سره، نو خامخا مونږ به شو د تاوانیانو نه په ضایع کولو زمونږ برخې لره په دنیا او اخرت کې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 7

قَالَ اهْبِطُوْا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— وَلَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَّمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟

الله تعالی ادم -علیه السلام- او حواء او ابلیس ته وویل: کوز شئ تاسو د جنت نه ځمکې ته، او شئ به ځيني ستاسو ځینو نورو لره دښمنان، او شته ستاسو لپاره په ځمکه کې ځای د اوسیدلو تر معلوم وخت پورې، او فایده اخیستل دي ستاسو لپاره تر نیټې مقررې پورې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 7

قَالَ فِیْهَا تَحْیَوْنَ وَفِیْهَا تَمُوْتُوْنَ وَمِنْهَا تُخْرَجُوْنَ ۟۠

الله تعالی وویل ادم -علیه السلام- او حواء او د هغوی اولادې ته: په دې ځمکه کې به تاسو ژوندي یاست څومره موده چې الله تعالی تاسو ته مقرر کړې، او په دې کې به تاسو مړه کیږئ او خښیږئ به، او ستاسو د قبرونو نه به بیا تاسو راژوندي کیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 7

یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ قَدْ اَنْزَلْنَا عَلَیْكُمْ لِبَاسًا یُّوَارِیْ سَوْاٰتِكُمْ وَرِیْشًا ؕ— وَلِبَاسُ التَّقْوٰی ۙ— ذٰلِكَ خَیْرٌ ؕ— ذٰلِكَ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟

ای اولاد د ادم -علیه السلام-! یقینا ګرځولی مونږ تاسو لره لباس (جامې) ضرور دي ستاسو د عورتونو د پټولو لپاره، او ګرځولي مو دی تاسو لره لباس (جامې) د پوروالي چې تاسو پرې ځان ښایسته کوئ د خلکو تر منځ، او لباس (جامې) د تقوی -چې هغه عملي کول دي د هغه څه چې الله تعالی پرې امر کړی او ځان ساتل دي د هغه څه نه چې هغه ترې منع فرمایلې- ډیر غوره دی د دې حسي لباس (جامو) نه، دا چې بیان شو د لباس (جامو) نه دا د الله تعالی په قدرتونو د دلالت کوونکو نخښو څخه دي، شاید چې تاسو د هغه نعمتونه رایاد کړئ نو شکر به یې اداء کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 7

یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ لَا یَفْتِنَنَّكُمُ الشَّیْطٰنُ كَمَاۤ اَخْرَجَ اَبَوَیْكُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ یَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِیُرِیَهُمَا سَوْاٰتِهِمَا ؕ— اِنَّهٗ یَرٰىكُمْ هُوَ وَقَبِیْلُهٗ مِنْ حَیْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ؕ— اِنَّا جَعَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ لِلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

ای اولاد د ادم -علیه السلام-! دوکه دې نه کړي تاسو لره شیطان په ښایسته کولو دګناه سره چې پریږدئ حسې لباس (جامې) د عورت د پټولو او یا پریږدئ د تقوی لباس (جامې)، نو یقینا دوکه کړي یې وو ستاسو مور او پلار په ښایسته کولو سره خوراک لره د هغې ونې نه (چې دوی ترې الله تعالی منع کړي وو) تر دې چې اخري انجام یې دا شو چې دواړه یې د جنت څخه راوویستل، او ښکاره شو دواړو ته د دوی عورتونه، بیشکه شیطان او د هغه اولاده ویني تاسو لره او تاسو هغوی نه وینئ، نو په تاسو لازم دي ځان ساتل د هغه نه او د هغه د اولادې نه، بیشکه مونږ ګرځولي شیطانان دوستان هغو خلکو لره چې په الله تعالی ایمان نه راوړي، او هر چې مومنان دي هغه کسان چې نیک کارونه کوي نو د شیطان په هغوی باندې هیڅ وسه نه رسیږي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 7

وَاِذَا فَعَلُوْا فَاحِشَةً قَالُوْا وَجَدْنَا عَلَیْهَاۤ اٰبَآءَنَا وَاللّٰهُ اَمَرَنَا بِهَا ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ لَا یَاْمُرُ بِالْفَحْشَآءِ ؕ— اَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

او کله چې وکړي مشرکان یو کار چې دير بد وي لکه شرک او د بیت الله شریف نه بربنډ طواف او یا داسې نور، نو دوی دا بهانه کوي چې بیشکه دوی موندلي وو پلرونه د دوی چې دا کارونه یې کول، او یقینا الله تعالی دوی ته په دې باندې حکم کړی و، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-!. بیشکه الله تعالی امر نه کوي په ګناهونو باندې، بلکې منع کوي د ګناهونو نه، نو څرنګه تاسو په هغه باندې دا دعوا کوئ؟ آیا تاسو وایې -ای مشرکانو- په الله تعالی باندې هغه څه چې تاسو پرې نه پوهیږئ په دروغو او افتراء سره. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 7

قُلْ اَمَرَ رَبِّیْ بِالْقِسْطِ ۫— وَاَقِیْمُوْا وُجُوْهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَّادْعُوْهُ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ ؕ۬— كَمَا بَدَاَكُمْ تَعُوْدُوْنَ ۟ؕ

ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: بیشکه الله تعالی امر کړی په عدل او انصاف سره، او امر یې ندی کړی په بدو کارونو او ګناهونو، او امر یې کړی چې تاسو ټول عبادت هغه ته خاص کړئ، او خاصکر په جوماتونو کې، او امر یې کړی تاسو ته چې تاسو یوازې هغه راوبلئ خالص کړئ هغه ته تابعداري، لکه څرنګه چې یې تاسو اول ځل د نشت نه پیداکړی یاست، نو راګرځوي به تاسو بیرته ژوندي بل ځل، ځکه چې په اول ځل ستاسو په پیدایش باندې قدرت لرونکی قدرت لري ستاسو په بیرته راوستلو او ژوندي کولو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 7

فَرِیْقًا هَدٰی وَفَرِیْقًا حَقَّ عَلَیْهِمُ الضَّلٰلَةُ ؕ— اِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّیٰطِیْنَ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

او الله تعالی خلک دوه ډلې ګرځولي: یوه ډله ستاسو څخه هغه ده چې هدایت یې ورته کړی، او هغه ته یې د هدایت اسباب اسان کړي، او د هدایت موانع یې ترې اړولي، او یوه بله ډله ده چې لازم کړی یې دی په هغوی باندې بې لاریتوب د حق د لارې نه، دا داسې چې دوی ګرځولي دي شیطانان دوستان خپل؛ پرته له الله تعالی نه، نو هغوی ته یې د ناپوهۍ د وجې نه غاړه کیښودلې، او دوی دا ګومان کوي چې یقینا دوی په هدایت باندې نیغې لارې ته. info
التفاسير:
Bu sayfadaki ayetlerin faydaları:
• من أَشْبَهَ آدم بالاعتراف وسؤال المغفرة والندم والإقلاع - إذا صدرت منه الذنوب - اجتباه ربه وهداه. ومن أَشْبَهَ إبليس - إذا صدر منه الذنب بالإصرار والعناد - فإنه لا يزداد من الله إلا بُعْدًا.
چا چې ځان د آدم -علیه السلام- سره مشابه کړ په اعتراف کولو سره او په بخښنې غوښتلو سره او په پښیمانتیا سره او په پریښودلو د ګناه -کله چې د هغه نه ګناهونه وشي- نو غوره به کړي هغه لره رب د هغه، او هدایت به ورته وکړي. او چا چې ځان د ابلیس سره مشابه کړ - داسې چې کله ترې ګناه وشي نو همیشوالی پرې کوي او ضد کوي- نو دا نه زیاتوي دې لره مګر لری والی د الله تعالی څخه. info

• اللباس نوعان: ظاهري يستر العورةَ، وباطني وهو التقوى الذي يستمر مع العبد، وهو جمال القلب والروح.
لباس (جامې) دوه ډوله دي: یو ظاهرې لباس دی چې عورت پټوي، او بل باطني لباس دی چې هغه تقوا ده چې همیشه د بنده سره وي، او هغه د زړه او روح ښکلا ده. info

• كثير من أعوان الشيطان يدعون إلى نزع اللباس الظاهري؛ لتنكشف العورات، فيهون على الناس فعل المنكرات وارتكاب الفواحش.
ډیر د شیطان د ملګرو نه رابلل کوي ویستلو د ظاهرې لباس (جامو) ته؛ د دې لپاره چې عورتونه ښکاره شي، نو خلکو ته به د منکراتو او بدکاریو کول اسان شي. info

• أن الهداية بفضل الله ومَنِّه، وأن الضلالة بخذلانه للعبد إذا تولَّى -بجهله وظلمه- الشيطانَ، وتسبَّب لنفسه بالضلال.
بیشکه هدایت د الله تعالی په فضل او احسان سره وي، او بیشکه ګمراهي د هغه سپکول دي بنده لره کله چې هغه دوستي وکړي -په ناپوهۍ او ظلم- د شیطان سره، او د ځان لپاره په خپله د ګمراهۍ سبب وګرځي. info